سوات (شال نیوز) : د شانګلې ملک خېل کوټکې اوسېدونکي سرنزیب په سوات پرېس کلب کې خبري غونډې ته ویلي، چې د روان کال د اګست په ۲۹مه یې د خپلې خور د مرګ خبر ترلاسه کړ، خو کله چې د هغې کور ته ورسېد، نو د خور په مرۍ یې د ګوتو نښې او په شا یې د تشدد آثار ولیدل.
نوموړي ادعا کړې چې د خور مړینه په لومړي سر کې د زړه حمله ښودل شوې وه، خو په دې اړه یې د خپل اوښي تعریم خان او د هغه د مور پر ضد مقدمه درج کړه.
سرنزیب تور لګولی چې ملزمانو د اثر او رسوخ او رشوت په وسیله په روغتون کې د پوسټ مارټم راپور بدل کړی او د ډاکټر ته یې د روپو ورکولو ادعا هم کړې ده.
د هغه په وینا، اوس عدالت د مړي د قبر د بیا کیندلو او پوسټ مارټم کولو لارښوونې کوي، خو په مقدمه کې نومول شوي دواړه ملزمان په ضمانت خوشې شوي دي.
نوموړي له اعلا چارواکو غوښتنه کړې چې د خور د مړینې او د پوسټ مارټم راپور کې د مبینه بدلون په اړه دې شفافې پلټنې وشي، تورن کسان دې قانون ته وسپارل شي او کورنۍ ته دې انصاف ورکړل شي.


عصمت علي اخون