هنګو (شال نیوز) : د خېبر پښتونخوا په هنګو ضلعه کې د پاکستان پوځ او پولیسو د ترهګرۍ ضد ګډو عملیاتو پر مهال د عبدالرحمان په نوم د یوه وسله وال کمانډر کور تالاشي کړی دی.
د هنګو ضلعي پولیسو مشر (ډي پي او) صلاح الدین کنډي ویلي چې دغه عملیات د پوځ او پولیسو په ګډه ترسره کړي او ده پخپله د پوځ له لېفټیننټ کرنل صفدر خان سره د عملیاتو څارنه کړې ده.
د صلاح الدین کنډي په وینا، پولیس او پوځ په سیمه کې د وسله والو پر ضد ګډ اقدامات کوي او هڅه یې دا ده چې د خلکو سر او مال خوندي او په سیمه کې تلپاتې امن ټینګ کړي.
نوموړي ویلي چې د وسله والو د فعالیتونو د مخنیوي لپاره به ټولې شته وسیلې وکارول شي او د امن د ټینګښت لپاره به عملیات دوام ولري.
پولیسو په خپرو شویو معلوماتو کې دا نه دي ویلي چې د عبدالرحمان د کور د تالاشۍ پر مهال څوک نیول شوي او که نه، او نه یې د وسلو یا نورو توکو د ترلاسه کېدو په اړه څه معلومات ورکړي دي.
د عبدالرحمان د اوسني ځای او د هغه پر ضد د لګېدلو تورونو په اړه هم نور جزییات نه دي وړاندې شوي.


شال نیوز