پېښور (شال نیوز) : د خېبر پښتونخوا د بېلابېلو ضلعو زده کوونکو د پاکستان میډیکل اېنډ ډېنټل کونسل (پي اېم ډي سي) له خوا په میډیکل او ډېنټل کالجونو کې د ۱۹۴ سیټونو د ختمولو پر ضد احتجاج کړی او له وفاقي حکومته یې د دغو سیټونو د بېرته بحالولو غوښتنه کړې ده.
د زیارت په ورځ په پېښور پرېس کلب کې یوې خبري غونډې ته د وینا پر مهال د زده کوونکو استازو ضرار احمد او ملیحه غفار وویل چې د دې پرېکړې له امله له ۲۰۰ څخه زیات زده کوونکي په میډیکل کالجونو کې له داخلې محروم شوي دي.
ضرار احمد وویل چې پي اېم ډي سي باید د خېبر پښتونخوا په میډیکل کالجونو کې ختم شوي ۱۹۴ سیټونه بېرته بحال کړي، ځکه د ده په وینا، ګڼو زده کوونکو د داخلې ټول شرطونه پوره کړي، خو بیا هم له داخلې محروم پاتې شوي دي.
ملیحې غفار وویل چې دوی د داخلې لپاره ټاکل شوي ټېسټونه پاس کړي او فیسونه یې هم جمع کړي وو، خو وروسته ورته معلومه شوه چې د میډیکل کالجونو سیټونه کم کړل شوي دي.
هغې وویل چې زده کوونکو ته له وړاندې په دې اړه هېڅ اطلاع نه وه ورکړل شوې او د پي اېم ډي سي د پرېکړې له امله یې تعلیمي مستقبل له خطر سره مخ شوی دی.
ملیحې غفار وویل:
«مونږ ټېسټونه پاس کړي، فیسونه مو جمع کړي، خو بیا هم له داخلې محروم کړل شوي یو. وزیراعظم او ګورنر دې زمونږ مسئلې ته پام وکړي او زمونږ مستقبل دې له خرابېدو وژغوري.»
په خبري غونډه کې د صوبې د بېلابېلو ضلعو نورو زده کوونکو هم وویل چې د پاکستان په نورو صوبو کې د میډیکل کالجونو سیټونه زیاتېږي، خو په خېبر پښتونخوا کې د موجودو سیټونو د ختمولو پرېکړه شوې ده.
دوی وویل چې د خپلې مسئلې د حل لپاره یې له وفاقي وزیر صحت او نورو اړوندو چارواکو سره رابطې کړې دي، خو تر اوسه یې غوښتنې نه دي منل شوې.
احتجاج کوونکو له وزیراعظم شهباز شریف او د خېبر پښتونخوا له ګورنر فیصل کریم کنډي وغوښتل چې په دې معامله کې مداخله وکړي او د میډیکل کالجونو ۱۹۴ سیټونه بېرته بحال کړي.
زده کوونکو وویل چې که دا مسئله ژر حل نه شي، نو ګڼ شمېر ځوانان به د میډیکل تعلیم له ترلاسه کولو محروم پاتې شي. بلخوا، تر اوسه دا نه ده څرګنده شوې چې پي اېم ډي سي د کومو میډیکل او ډېنټل کالجونو سیټونه ختم کړي او د دې پرېکړې وجه څه ده.
د زده کوونکو د دغو ادعاوو په اړه د پي اېم ډي سي رسمي دریځ لا نه دی ترلاسه شوی.


شال نیوز