میرعلي (شال نیوز) : د شمالي وزیرستان ضلعي انتظامیې ویلي چې سبا، د نومبر په ۲۰مه، به د میرعلي په ځینو لارو کرفیو نافذ وي، خو د ضلعې په نورو سیمو کې به کرفیو نه وي.

 

د شمالي وزیرستان د ډپټي کمشنر دفتر د رسمي اطلاع له مخې، کرفیو به د عشاء چېک پوسټ نه تر سیدګۍ چېک پوسټ او د بوبالۍ نه تر میرعلي پورې پر لارو نافذ وي.

 

ضلعي انتظامیې ویلي چې په ټوله شمالي وزیرستان ضلعه کې به دفعه ۱۴۴ نافذه وي، خو خلک کولی شي د خپلو ورځنیو ضرورتونو لپاره د میرانشاه، رزمک او دته خېل بازارونو ته لاړ شي.

 

د اطلاع له مخې، هغه کسان چې له شمالي وزیرستان څخه نورو ضلعو ته ځي یا بېرته خپلو سیمو ته راځي، کولی شي د میرانشاه، عشاء او رزمک لارې استعمال کړي.

 

ضلعي انتظامیې څرګنده کړې چې د میرعلي له یادو شویو لارو پرته د شمالي وزیرستان په نورو سیمو کې کرفیو نشته. د یادونې وړ ده چې په شمالي وزیرستان کې د امنیتي حالاتو له امله په وروستیو ورځو کې پر ځینو لارو د خلکو پر تګ راتګ بندیزونه لګېدلي دي.

 

د ضلعي انتظامیې د تازه اطلاع له مخې، د نومبر په ۲۰مه به دغه بندیزونه یوازې تر ټاکلو لارو محدود وي، خو دفعه ۱۴۴ به په ټوله ضلعه کې نافذه وي.