کابل (شال نیوز) : متحدې جبهې د نومبر په ۱۹مه پر اېکس په یوه خپاره کړي بیان کې ویلي چې په افغانستان کې د اوسني وضعیت بدلول او د یوه آزاد او ولسواک نظام جوړول یې له مهمو هدفونو څخه دي.
جبهې ویلي چې د افغانستان د ټولو خلکو د حقونو د خوندي کولو، د سیاسي آزادۍ او د داسې نظام د جوړېدو لپاره هڅې کوي چې خلک پکې د خپل راتلونکي په اړه د پرېکړې حق ولري.
د جنرال سمیع سادات په مشرۍ دې جبهې تر دې وړاندې هم ویلي وو چې د طالبانو د واکمنۍ مخالفت کوي او د سیاسي او پوځي فعالیتونو له لارې د بدلون راوستلو هڅې کوي.
جنرال سادات د افغانستان د پخواني جمهوري حکومت له لوړپوړو پوځي چارواکو څخه و. نوموړي د ۲۰۲۱ کال په اګست کې د جمهوري حکومت له ړنګېدو او د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته د طالبانو پر ضد خپل مخالفت ته دوام ورکړی دی.
په وروستیو میاشتو کې متحدې جبهې خپل فعالیتونه تر ډېره پر سیاسي غونډو، له افغان سیاستوالو سره پر لیدنو کتنو او د خپلو پلویانو پر منظمولو متمرکز کړي دي.
دې جبهې په خپلو پخوانیو بیانونو کې له نړیوالې ټولنې غوښتي چې له طالبانو سره په خپلو اړیکو کې د افغانانو حقونو او سیاسي آزادۍ ته پام وکړي او د طالبانو د مخالفو ډلو غوښتنې له پامه ونه غورځوي.
متحدې جبهې وخت په وخت په افغانستان کې د خپلو پوځي فعالیتونو او د طالبانو پر ضد د بریدونو ادعاوې هم کړې دي، خو د دغو ادعاوو خپلواک پخلی په ټولو مواردو کې نه دی شوی. د طالبانو حکومت بیا د خپلو وسله والو مخالفینو فعالیتونه بې اغېزې بولي او وايي چې په افغانستان کې امنیت ټینګ دی.
د نومبر د ۱۹مې د متحدې جبهې په تازه بیان کې د کومو نویو پوځي عملیاتو، د فعالیتونو د پراخولو د مهالویش او یا د طالبانو پر ضد د راتلونکو اقداماتو په اړه مشخص معلومات نه دي ورکړل شوي.
د متحدې جبهې دا څرګندونې په داسې وخت کې شوې چې په افغانستان کې د طالبانو د واکمنۍ له پنځو کلونو څخه زیات وخت تېر شوی، خو د سیاسي ګډون، د ښځو د حقونو او د حکومتولۍ د راتلونکي په اړه اختلافونه لا هم پر خپل ځای دي.


شال نیوز