ګوادر (شال نیوز) : د بلوچستان د ګوادر ضلعې په اورماړه سیمه کې د مسافر وړونکي بس او ګازو د ټانکر ترمنځ په ټکر کې لږ تر لږه ۱۰ کسان مړه شوي او ۲۷ نور ژوبل شوي دي. د مکران ساحلي لویې لارې د پولیسو مشر محمد اسلم بنګلزي ویلي چې پېښه د پنجشنبې په ورځ د بسول او تاجي کور سیمو ته نږدې شوې ده.
د پولیسو په وینا، مسافر وړونکی بس له تربت څخه کراچۍ ته روان و چې د مایع پټرولیم ګازو له ټانکر سره ټکر شو. له ټکر وروسته دواړو موټرو اور واخیست او بس په بشپړه توګه وسوځېد. پولیس وايي، په مړو کې ماشومان هم شامل دي. ژوبل کسان د درملنې لپاره د اورماړې او شاوخوا سیمو روغتونونو ته رسول شوي دي.
د ساحلي لویې لارې د پولیسو مشر اسلم بنګلزي ویلي چې د لومړنیو معلوماتو له مخې، پېښه د بس د چلوونکي له خوا د تېز رفتار پر مهال د بل موټر د مخکې کېدو د هڅې له امله شوې ده. چارواکي وايي، د پېښې د لامل معلومولو لپاره تحقیقات روان دي.
د بلوچستان حکومت د پېښې له امله خواشیني څرګنده کړې او اړوندو ادارو ته یې د ژوبلو کسانو د درملنې لپاره د اړینو اسانتیاوو برابرولو لارښوونه کړې ده.


نعيم اچکزئي