اورکزي (شال نیوز) : د خېبر پښتونخوا د اورکزو ضلعې په برنۍ سیمه ګودها، علي خېل کې د کواډ کاپټر په برید کې یوه ښځه وژل شوې او دوه ماشومان ژوبل شوي دي.
د پولیسو سرچینو ویلي چې د کواډ کاپټر له لارې توغول شوې مرمۍ د ملکي وګړو پر یوه کور لګېدلې، چې له امله یې یوه ښځه وژل شوې او دوه ماشومان ژوبل شوي دي.
د سرچینو په وینا، له پېښې وروسته امنیتي ځواکونو ژوبل ماشومان ډابورۍ ته رسولي، هلته ورته لومړنۍ طبي مرستې ورکړل شوې او بیا د نورې درملنې لپاره مشتي مېله روغتون ته وړل شوي دي.
پولیس وايي چې له برید وروسته امنیتي ځواکونو سیمه محاصره کړې او د لټون عملیات یې پیل کړي دي. پولیسو هم د مشکوکو کسانو د تګ راتګ د څارنې لپاره په سیمه کې ګزمې او ناکې زیاتې کړې دي.
بلخوا په ګاونډۍ کرمه ضلعه کې هم د ډرون بریدونو د احتمالي خطر له امله پولیسو امنیتي تدابیر سخت کړي دي. د پولیسو په وینا، د خلکو د ژوند او مال د خوندي ساتلو لپاره په بېلابېلو سیمو کې ګزمې او څارنه زیاته شوې ده.
تر اوسه دا نه ده څرګنده چې کواډ کاپټر چا استعمال کړی او د برید هدف څوک وو. د برید مسؤلیت هم تر اوسه کومې وسله والې ډلې نه دی منلی. د پېښې په اړه د پولیسو د سرچینو د معلوماتو خپلواک پخلی لا نه دی شوی.


شال نیوز