مکین (شال نیوز) : د بر سویلي وزیرستان په سپینکۍ راغزۍ سیمه کې د نومبر پر ۱۷مه د امنیتي ځواکونو په هوايي برید کې د دوو کم عمره زده کوونکو د وژل کېدو ادعا شوې ده. د وژل شوو ماشومانو کورنیو د بشري حقونو له کورنیو او نړیوالو ادارو غوښتنه کړې چې د پېښې بې طرفه پلټنې وکړي او د هغوی د وژل کېدو حالات روښانه کړي.
ځايي سرچینې وايي، وژل شوي ماشومان حیات وزیر او نجیب نومېدل او دواړه د کوز سویلي وزیرستان د برمل تحصیل د اعظم ورسک سیمې اوسېدونکي وو. د سرچینو په وینا، دواړه د سکول د پنځم جماعت زده کوونکي وو او ادعا کېږي چې شاوخوا دوه میاشتې وړاندې د تحریک طالبان پاکستان له رحمت الله وزیر ډلې سره یو ځای شوي وو.
خو تر اوسه دا نه ده معلومه چې دغه ماشومان په کومو حالاتو کې له یادې ډلې سره یو ځای شوي وو او ایا هغوی په وسله والو فعالیتونو کې برخه اخیستې وه که نه. شال نیوز د هغوی د عمر، تعلیمي اسنادو او له وسله والې ډلې سره د تړاو خپلواک تایید نه دی ترلاسه کړی.
له سرکاري سرچینو سره تړلو معلوماتو کې ویل شوي چې امنیتي ځواکونو د نومبر پر ۱۷مه په سپینکۍ راغزۍ سیمه کې هوايي عملیات کړي چې پر مهال یې ۱۴ وسله وال وژل شوي دي. د دغو معلوماتو له مخې، په وژل شوو کسانو کې اته تنه د کوز سویلي وزیرستان د وانا له سیمې سره تعلق لري.
خو د وژل شوو کسانو بشپړ نومونه، عمرونه او د هغوی د پېژندګلوۍ نور جزییات په رسمي توګه نه دي خپاره شوي. دا هم نه ده روښانه شوې چې په وژل شوو کسانو کې څومره کم عمره کسان شامل وو.
د حیات وزیر او نجیب کورنیو د پېښې په اړه د اندېښنې څرګندولو ترڅنګ غوښتنه کړې چې د بشري حقونو ادارې دې د ماشومانو د وژل کېدو حالات وڅېړي او معلومه دې کړي چې هغوی د برید پر مهال چېرته او په کوم حالت کې وو.
دغې پېښې په قبایلي ضلعو کې د ماشومانو د خوندیتوب او وسله والو ډلو ته د کم عمره کسانو د جذبېدو په اړه یو ځل بیا پوښتنې راپورته کړې دي. د سیمې ځايي خلک وايي، په قبایلي ضلعو کې له کلونو راهیسې روانې ناامنۍ، غربت، بې روزګارۍ او د تعلیم د اسانتیاوو کموالي د ماشومانو پر ژوند ژور اغېز کړی دی.
د هغوی په وینا، په ځینو لرې پرتو سیمو کې ماشومان د تعلیم او روزنې له مناسبو اسانتیاوو بې برخې دي او د اوږدې ناامنۍ له امله د هغوی راتلونکی له ستونزو سره مخ دی. ځايي اوسېدونکي له حکومته غواړي چې په قبایلي ضلعو کې د سکولونو د فعال ساتلو، ماشومانو ته د تعلیم د اسانتیاوو برابرولو او وسله والو ډلو ته د کم عمره کسانو د جذبېدو د مخنیوي لپاره عملي اقدامات وکړي.
د ماشومانو په وسله والو شخړو کې کارول د نړیوالو بشري حقونو او د ماشومانو د خوندیتوب له اصولو سره په ټکر کې دي. د نړیوالو قوانینو له مخې، وسله والې ډلې باید له پنځلسو کلونو کم عمره ماشومان استخدام نه کړي او نه یې په جګړو کې وکاروي.
د اتلسو کلونو کم عمره کسانو د استخدام او کارولو په اړه هم نور نړیوال بندیزونه موجود دي. له بلې خوا، د نړیوال بشري قانون له مخې، د هر ډول پوځي عملیاتو پر مهال د ملکي وګړو د خوندیتوب اصول مراعاتول ضروري دي.
له وسله والې ډلې سره د یو کس احتمالي تړاو په خپله دا نه ثابتوي چې هغه د برید قانوني هدف و. د حیات وزیر او نجیب د وژل کېدو په اړه لا هم ګڼې پوښتنې بې ځوابه پاتې دي، په ځانګړي ډول دا چې دواړه ماشومان د برید پر مهال په کوم ځای کې وو، له وسله والې ډلې سره یې د تړاو په اړه څه شواهد موجود دي او د هغوی د وژل کېدو حالات څه وو.
تر اوسه د دغو ماشومانو د وژل کېدو او له وسله والې ډلې سره د هغوی د احتمالي تړاو په اړه خپلواک تایید نه دی ترلاسه شوی. د امنیتي ځواکونو رسمي دریځ هم نه دی ترلاسه شوی. د وژل شوو ماشومانو کورنۍ غوښتنه کوي چې د پېښې بې طرفه پلټنې دې وشي، څو د هغوی د وژل کېدو اصل حقیقت څرګند شي.


ظفر وزير