پېښور (شال نیوز) : په پاکستان کې د سویس سفیر او د افغان کډوالو لپاره د حللارو د ستراتېژۍ (سار) مشر، د دې ستراتېژۍ له نورو غړو سره یوځای په پېښور کې د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ (یو این ایچ سي آر) له مرکزونو لیدنه کړې ده.
په پاکستان کې د سویس سفارت له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې د دې سفر موخه د افغان کډوالو او زیانمنونکو ټولنو پر وړاندې د شته ننګونو او هغوی ته د وړاندې کېدونکو مرستو په اړه له نږدې معلومات ترلاسه کول وو.
ورته مهال په پاکستان کې د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ هم په یوه جلا خبرپاڼه کې پېښور ته د سویس د سفیر او د افغان کډوالو لپاره د حللارو ستراتېژۍ (سار) د پلاوي هرکلی کړی دی.
په خبرپاڼه کې راغلي:
“موږ د سویس له سفیر او د سار له غړو څخه مننه کوو چې په پاکستان کې یې له افغان کډوالو او کوربه ټولنو سره خپلو دوامدارو مرستو او ژمنو ته دوام ورکړی دی. پېښور ته د دې پلاوي راتګ او د یو این ایچ سي آر د روانو هڅو او فعالیتونو په اړه د معلوماتو شریکول زموږ لپاره د ویاړ ځای و.”
د یادونې وړ ده چې په دې لیدنه کې د پاکستان د سرحدونو او قبایلي چارو وزارت او په پاکستان کې د ملګرو ملتونو د دفتر استازو هم همغږي درلوده.


شال نیوز