نیویارک (شال نیوز) : ملګري ملتونه وايي، په افغانستان کې داعش خراسان او نورو ترهګرو ډلو پر ډرونونو او عصري تاکتیکي تجهیزاتو ځانونه سمبال کړي دي.
د ترهګرۍ ضد مبارزې په برخه کې د ملګرو ملتونو د سرپرست مرستیال عمومي منشي، الکساندر زویف وايي، دا ډلې اوس پر طالب واکمنۍ د پام وړ فشار واردوي. زویف ویلي، القاعده شبکه او د اسلامي دولت خراسان څانګه (داعش) لا هم په افغانستان کې فعالیت کوي.
د هغه په وینا، داعش هڅه کوي چې په افغانستان کې دننه او له پولو بهر بریدونه ترسره کړي او داسې ښکاري چې دغه ډله د خپلو عملیاتي وړتیاوو د بیا پیاوړتیا په حال کې ده. ياد چارواکي دغه وضعیت یوه جدي ننګونه بللې او ویلي یې دي چې نړیواله ټولنه باید د دې ګواښ د مخنیوي لپاره اقدام وکړي.
د ترهګرۍ ضد مبارزې په برخه کې د ملګرو ملتونو د سرپرست مرستیال عمومي منشي ویلي، په افغانستان کې مېشته د پاکستاني طالبانو تحریک (ټيټيپي) له القاعدې سره نږدې اړیکې لري او بریدونه یې تر ډېره د پاکستان پر ضد دي.


شال نیوز