پېښور (شال نیوز) : د پاکستان پوځ د عامه اړیکو ادارې (آی اېس پي آر) د معلوماتو له مخې، د روانې نومبر میاشتې پر ۱۶مه او ۱۷مه نېټه د خیبر پښتونخوا په بېلابېلو سیمو کې د امنیتي ځواکونو په عملیاتو او نښتو کې ۲۲ وسله وال وژل شوي دي.
د خبرپاڼې له مخې، امنیتي ځواکونو د استخباراتي معلوماتو پر بنسټ د جنوبي وزیرستان په ضلعثه کې عملیات ترسره کړل. د دغو عملیاتو پر مهال امنیتي ځواکونو د وسله والو پټنځایونه په نښه کړل چې له سختو ډزو او نښتې وروسته ۱۵ وسله وال ووژل شول.
همدارنګه د بنو ضلعې په دوو بېلابېلو نښتو کې هم امنیتي ځواکونو د وسله والو پر پټنځایونو بریدونه وکړل چې په پایله کې یې ۶ ترهګر له منځه یووړل شول. پر دې سربېره، د ټانک په ضلعه کې هم د یوې بلې نښتې پر مهال یو بل وسله وال وژل شوی دی.
د پوځ په وینا، له وژل شویو وسله والو څخه وسلې او مهمات هم ترلاسه شوي دي. دغه وسله وال په سیمه کې په ګڼ شمېر ترهګریزو فعالیتونو کې په مستقیم ډول ښکېل وو. په خبرپاڼه کې زیاته شوې چې په سیمه کې د نورو احتمالي وسله والو د له منځه وړلو لپاره چاڼیز عملیات دوام لري.
د پاکستان امنیتي ځواکونه او قانون پلي کوونکې ادارې ژمن دي چې د ملي عمل پلان د فدرالي ایپکس کمېټې لخوا د منظور شوي لیدلوري «عزمِ استحکام» تر چتر لاندې به د بهرنیو ملاتړ لرونکې وسله والو د بشپړې رېښې ایستلو تر مهاله خپلو عملیاتو ته په بشپړ ځواک دوام ورکوي.


شال نیوز