مکین (شال نیوز) : د خېبر پښتونخوا په بر سویلي وزیرستان کې د نړیوال بانک په مالي مرسته د کرنې د ودې او د ځايي بزګرانو د مرستې لپاره د ۲۲ کروړه روپیو څخه د زیاتو کرنیزو منصوبو په عملي کولو کې د مبینه کرپشن او بې قاعدګیو تورونه لګېدلي دي.

 

ځايي سرچینې وايي، د واټر منېجمنټ محکمې تر څارنې لاندې د ځايي خلکو په نوم یو شمېر کرنیزې منصوبې منظورې شوې وې، خو تور دی چې ځینې منصوبې په کاغذونو کې بشپړې ښودل شوې، په داسې حال کې چې اصلي مستحق بزګران یې له تفصیلاتو او ګټو ناخبره دي.

 

د سرچینو په وینا، د دغو منصوبو لپاره د ځايي کمیونټیو په نوم بانکي اکاونټونه پرانیستل شوي، خو ادعا کېږي چې د دغو اکاونټونو چېک بکسونه د اړوندو کمیونټیو د استازو پر ځای د واټر منېجمنټ محکمې له ځینو چارواکو سره دي.

 

سرچینې وايي، له دې امله پوښتنې راپورته شوې چې د منصوبو لپاره منظور شوې پیسې چا ایستلې، د چا په اختیار کې وې او په کومو کارونو لګېدلې دي. د سیمې ځینې بزګران وايي، د دوی په نوم د کرنیزو منصوبو د منظورېدو باوجود نه ورسره د منصوبو په اړه معلومات شریک شوي او نه هم د هغو له عملي ګټو خبر دي.

 

د سرچینو په وینا، د منصوبو لپاره د منظور شویو پیسو او په سیمه کې د ترسره شویو کارونو ترمنځ د مبینه توپیر د معلومولو لپاره د منصوبو د اسنادو، بانکي اکاونټونو او د کارونو د عملي حالت پلټنه ضروري ده.

 

د سیمې بزګرانو او ولسي حلقو د خېبر پښتونخوا له اعلی وزیر، چیف سیکرټري، د کرنې او واټر منېجمنټ محکمې له لوړپوړو چارواکو او نړیوال بانک څخه غوښتنه کړې چې د ۲۲ کروړه روپیو څخه د زیاتو دغو منصوبو ځانګړی اډټ دې وشي.

 

دوی غوښتنه کړې چې د منصوبو لپاره د پرانیستل شویو بانکي اکاونټونو، چېک بکسونو، د فنډونو د ورکړې او د ترسره شویو کارونو تفصیلات دې ولس ته وړاندې شي. د ولسي حلقو په وینا، که په پلټنو کې کرپشن یا نورې بې قاعدګۍ ثابتې شي، نو د ذمه وارو کسانو پر ضد دې د قانون مطابق کارروایي وشي.

 

شال نیوز د دغو تورونو په اړه د واټر منېجمنټ محکمې له اړوندو چارواکو سره رابطه وکړه، خو هغوی په دې اړه خپل دریځ وړاندې نه کړ. د نړیوال بانک له لوري هم د دغو تورونو په اړه کوم وضاحت نه دی ترلاسه شوی. شال نیوز په خپلواکه توګه د مبینه کرپشن تورونه، د ۲۲ کروړه روپیو د فنډونو تفصیلات او د منصوبو د عملي بشپړېدو حالت نه دی تایید کړی.

 

د سیمې اوسېدونکي وايي، د دغو منصوبو د فنډونو او ترسره شویو کارونو شفافه پلټنه به دا څرګنده کړي چې د بزګرانو د مرستې لپاره منظور شوې پیسې په کومو کارونو لګېدلې دي.