اسلام اباد (شال نیوز) : د پاکستان د موسمي بدلون وفاقي وزیر ډاکټر مصدق ملک به د شانګهای همکارۍ تنظیم د تمدنونو ترمنځ د خبرو اترو په لومړۍ غونډه کې د ګډون لپاره د هند پلازمېنې نوي ډیلي ته ځي.
راډیو پاکستان د نومبر په ۱۹مه خبر ورکړی چې دغه غونډه به د نومبر په ۲۰مه په نوي ډیلي کې پیل شي او مصدق ملک به پکې د پاکستاني پلاوي مشري کوي.
د راپور له مخې، دغه غونډه د هند د کلتور او سیاحت وزیر په بلنه جوړېږي او موخه یې د شانګهای همکارۍ تنظیم د غړو هېوادونو ترمنځ د کلتوري اړیکو پیاوړي کول، د تاریخي میراث ساتنه او د بېلابېلو تمدنونو ترمنځ د خبرو اترو زیاتول دي.
تمه ده چې مصدق ملک به په غونډه کې د پاکستان د کلتوري میراث، تاریخي ارزښتونو او د بېلابېلو ټولنو ترمنځ د اړیکو د پراخولو په اړه د خپل هېواد دریځ وړاندې کړي.
دا سفر په داسې وخت کې کېږي چې د پاکستان او هند ترمنځ سیاسي او سفارتي اړیکې له اوږدې مودې راهیسې له کړکېچ سره مخ دي. د دواړو هېوادونو ترمنځ د اختلافونو باوجود، پاکستان او هند د شانګهای همکارۍ تنظیم غړي دي او د دغه تنظیم په بېلابېلو غونډو کې ګډون کوي.
شانګهای همکارۍ تنظیم یو سیمه ییز تنظیم دی چې د امنیت، اقتصاد، سوداګرۍ او کلتوري همکاریو په برخو کې د غړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو د پراخولو لپاره کار کوي.
تر اوسه د پاکستان او هند ترمنځ د دې سفر په ترڅ کې د کومې جلا کلتوري هوکړې یا د دواړو هېوادونو د وزیرانو ترمنځ د دوه اړخیزې غونډې اعلان نه دی شوی.


شال نیوز