پېښور (شال نیوز) : د ریسکیو په وینا د بېنظیر پوهنتون ترڅنګ په یوه تر کار لاندې ودانۍ کې د لینټر اچولو پر مهال د چت راپرېوتو پېښه شوې، چې له امله یې څلور مزدوران د خاورو او ملبې لاندې بند پاتې شوي وو.
د پېښې د خبر له ترلاسه کېدو سره سم د پېښور ریسکیو ۱۱۲۲ ټیمونه سمدستي د پېښې ځای ته ورسېدل او د ژغورنې چارې یې پیل کړې.
د ریسکیو ۱۱۲۲ کارکوونکو څلور واړه مزدوران له ملبې څخه را وایستل. له هغوی څخه دوو تنو ته په پېښه ځای کې لومړنۍ طبي مرستې ورکړل شوې، په داسې حال کې چې دوه نور مزدوران د لا ډېرې درملنې لپاره لېډي ریډینګ روغتون ته ولېږدول شول.


شال نیوز