واڼا (شال نیوز) : د کوز سویلي وزیرستان ضلعې په مرکز واڼا کې د سر پُل حالت خراب شوی او د پُل په منځ کې لوي سوری جوړ شوی، چې له امله یې د سیمې اوسېدونکي د حادثې اندېښنه لري. ځايي خلک وايي، د پُل په منځ کې جوړ شوی سوری ورځ تر بلې لویېږي، خو تر اوسه یې د مرمت لپاره عملي ګامونه نه دي پورته شوي.

 

د دوی په وینا، هره ورځ په سلګونو کسان، د سکولونو ماشومان، موټر سایکلونه او نور ګاډي له دې پُل څخه تېرېږي. خلک اندېښنه لري چې که د پُل مرمت ژر ونه شي، نو د یوې لویې حادثې سبب کېدای شي.

 

د سیمې اوسېدونکي وايي، د پُل د خراب حالت په اړه یې څو ځله اړوندو چارواکو ته خبر ورکړی، خو تر اوسه یې ستونزه نه ده هواره شوې. ځايي خلکو د کوز سویلي وزیرستان له ډپټي کمشنر او د مواصلاتو او تعمیراتو له محکمې غوښتنه کړې چې د پُل د مرمت لپاره دې بېړني ګامونه پورته کړي.

 

د دوی په وینا، د خلکو د سر او مال د خوندي ساتلو لپاره ضروري ده چې د پُل خرابې برخې ژر تر ژره جوړې شي، څو د کومې ممکنه حادثې مخه ونیول شي. د دې موضوع په اړه د ضلعي انتظامیې او د مواصلاتو او تعمیراتو محکمې دریځ لا نه دی ترلاسه شوی.