پېښور (شال نیوز) : د خېبر پښتونخوا د ګورنر د سیاحت او کلتور سلاکار ډاکټر سرفراز علي ویلي چې په صوبه کې د سیاحت د ودې، د بهرنیو سیلانیانو د اسانتیاوو او په سیاحتي فعالیتونو کې د ځوانانو د ګډون لپاره دې اقدامات ګړندي کړل شي.
نوموړي دا خبرې د خېبر پښتونخوا د کلتور او سیاحت ادارې د یوې غونډې د مشرۍ پر مهال کړې دي. په غونډه کې ډاکټر سرفراز علي ته د سیاحت او کلتور ادارې د بېلابېلو روانو او پلان شوو منصوبو په اړه تفصیلي معلومات ورکړل شول.
هغه وویل، په پېښور او اسلام اباد هوايي ډګرونو کې د بهرنیو سیلانیانو لپاره د معلوماتو مرکزونه جوړول ضروري دي، څو پاکستان ته راتلونکي سیلانیان د سیاحتي سیمو، سفر او نورو اسانتیاوو په اړه معلومات ترلاسه کړي.
ډاکټر سرفراز علي اړوندو چارواکو ته لارښوونه وکړه چې د پېښور په هوايي ډګر کې د سیلانیانو د معلوماتو مرکز د جوړولو لپاره پر شوې هوکړه یو ځل بیا عمل پیل کړي. نوموړي په غرنیو او نورو سیاحتي فعالیتونو کې د ځوانانو او د سکولونو او کالجونو د هلکانو او جینکو پر ګډون هم ټینګار وکړ.
د سیاحت سلاکار وویل، د تریچ میر د غرڅوکې د نړیوالې پېژندنې په څېر دې د فلک سیر غرڅوکه هم په نړیواله کچه معرفي کړل شي، څو دغې سیمې ته د بهرنیو سیلانیانو پام واوړي.
هغه زیاته کړه چې په خېبر پښتونخوا کې د پیراګلایډنګ په څېر د هوايي او غرنیو لوبو نړیوالې مقابلې جوړول هم ضروري دي. ډاکټر سرفراز علي وویل، د سیاحت د ودې ترڅنګ باید سیلانیانو ته د غوره اسانتیاوو برابرولو لپاره هم عملي ګامونه واخیستل شي.
په غونډه کې د یادو منصوبو د بشپړېدو لپاره کومه ځانګړې نېټه نه ده اعلان شوې.


شال نیوز