کابل (شال نیوز) : د افغانستان متحدې جبهې ادعا کړې چې د کابل په پغمان ولسوالۍ کې یې د طالبانو د استخباراتو د ۰۱۰۰ څانګې مرستیال روح الله صمیم له خپل یوه ساتونکي سره وژلی دی. دغې جبهې په یوه اعلامیه کې ویلي چې دا حمله د نومبر په ۱۷مه، د سه شنبې په شپه، شوې ده.

 

د افغانستان متحدې جبهې په خپله اعلامیه کې د طالبانو د استخباراتو د ۰۱۰۰ څانګې چارواکي د کابل د اوسېدونکو په نیولو، شکنجه کولو او وژلو تورن کړي دي.

 

جبهې ادعا کړې چې د روح الله صمیم په امر ګڼ کسان نیول شوي، بې درکه شوي او یا وژل شوي دي. خو دغو تورونو ته یې خپلواک شواهد نه دي وړاندې کړي.

 

په کابل کې د طالبانو امنیتي چارواکو تر اوسه د دغې حملې او د روح الله صمیم د وژل کېدو د ادعا په اړه څه نه دي ویلي. د افغانستان متحدې جبهې تر دې وړاندې هم په کابل کې د طالبانو پر ضد د وسله والو حملو د ترسره کولو ادعاوې کړې دي.

 

تر اوسه خپلواکو سرچینو د روح الله صمیم او د هغه د ساتونکي وژل کېدل نه دي تایید کړي.