کابل (شال نیوز) : د طالبانو حکومت وايي، مشر یې ملا هبتالله اخندزاده کابل ته د سفر پر مهال یې د سهار اذان نه دی اورېدلی. د طالبانو په کنټرول کې د سرې میاشتې مطبوعاتي دفتر وایي، د طالبانو مشر ملاهبت الله نن په دفاع وزارت کې د خبرو پر مهال د خپلو ملګرو له قوله ویلي، کابل ته د سفر پر مهال یې د سهار اذان نه دی اورېدلی.
هبتالله خپلو ملګرو ته ویلي، دا خو کندهار نه دی، دلته جوماتونه سره لرې دي. سرچینه زیاتوي، ملا هبتالله اخندزاده دا خبرې د جوماتونو په اړه د خبرو په برخه کې وکړې. هبتالله په دغه غونډه کې طالب چارواکو ته په خطاب کې وویل:
“مسجدونه جوړ کړئ، مدرسې جوړې کړئ؛ زه کابل ته راغلی یم په رب مې دې قسم وي تر هغو نه ځم چې دلته د یوې لویې عیدګاه او مدرسې ډبره کېنږدم.”
هبتالله په کابل کې د تر ټولو غټ جومات په اړه نظرپوښتنه هم وکړه چې چا غږ کړل چې پنځوس زره کسیز جومات جوړ کړه، خو هغه یې په ځواب کې په موسکا وویل چې دومره خلک به جمعې ته رانه شي.
د سرچينې د معلوماتو له مخې، هبتالله د جوماتونو او مدرسو په زیاتولو له ټینګار سره ویلي چې طالبان باید د دوی د واکمنۍ له فرصته ګټه واخلي، کنه په باور یې هیڅکله به داسې واکمني او موقع بیا په لاس ورنه شي.
له دې پروګرام وروسته طالبانو اعلان وکړ چې هبتالله اخندزاده په کابل کې د یوه لوی جومات د بنسټ ډبره اېښې چې د هغه په نوم به جوړ شي. د دغه جومات د بنسټ ډبرې اېښودلو په مراسمو کې د طالبانو وزیرانو او د اوو زونونو والیانو ګډون کړی و.
دا جومات به د کابل ښار د چمن حضوري په سیمه کې جوړ شي او په یو وخت کې به د ۵زرو لمونځ کوونکو ظرفیت ولري. هبتالله اخندزاده د دوشنبې په ورځ کابل ته تللی او د کابل پوهنتون په دغه غونډه کې یې وینا کړې وه.
نوموړی چې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته په کندهار کې اوسېږي، او ډېر کم په عامه غونډو کې راڅرګندېږي. طالبانو په افغانستان کې له بیا واکمنېدو وروسته د جوماتونو او دیني مدرسو جوړولو او پراختیا ته ځانګړې پاملرنه کړې ده.
دغه ډله هڅه کوي چې د دیني بنسټونو او عالمانو له لارې خپل مذهبي نفوذ او واکمنۍ ته مشروعیت ورکړي.


شال نیوز