کابل (شال نیوز) : د افغانستان د تېر جمهوري نظام د بهرنیو چارو وروستی وزیر، محمد حنیف اتمر د طالبانو له مشرتابه غوښته وکړه چې د دریځونو له اعلانولو ل وړاندې ګام پورته او د افغانستان د بحرانونو د سوله‌ییز حل لپاره دې د رښتینو او ټولشموله بین‌الافغاني خبرو زمینه برابره کړي.

 

اتمر پر خپله ایکس پاڼه په یوه پیغام کې لیکلي:

 

“که د طالبانو د مشرتابه له لوري مطرح شوی نوی لیدلوري پر رسمي سیاست او عملي اقداماتو بدل شي، کولی شي د هېواد د روان ناورین د حل لاره هواره کړي. یوازې د اصولو بیانول بسنه نه کوي او د طالبانو مشرتابه باید خپله سیاسي اراده په عمل کې وښيي. که دا اصول د حاکم نظام د مشرتابه رسمي سیاست او ریښتینې اراده څرګندوي، اړین او منطقي بل ګام باید د ټول‌شموله بین‌الافغاني مذاکراتو پیل وي.”

 

 

هغه د جګړې او تاوتریخوالي مخنیوی، د ژبې، قوم، سیمې او سیاسي تړاو پر بنسټ له تبعیض سره مبارزه، د وګړو د اساسي حقونو تامین، د ملي یووالي پیاوړتیا، د وړتیا پر بنسټ په حکومت کې ګډون او هېواد ته د کډوالو خوندي ستنېدل هغه اصول بللي چې باید په عمل کې پلي شي.

 

حنیف اتمر زیاته کړې:

 

“د بین‌الافغاني خبرو موخه باید د سیاسي ډلو ترمنځ د واک او څوکیو وېش نه وي، بلکې دا خبرې باید پر اساسي قانون، د ښځو، نارینه‌وو او ماشومانو په ګډون د ټولو وګړو پر بنسټیزو حقونو او د اساسي اختلافاتو پر حل متمرکزې وي.”

 

هغه دا څرګندونې وروسته له هغه مطرح کړې چې د طالبانو مشر، هبت‌الله آخندزاده په کابل پوهنتون کې یوې غونډې ته په وینا کې پر اطاعت ټینګار وکړ او ویې ویل چې د افغانستان ټول خلک د حنفي مذهب پیروان دي.

 

د آخندزاده څرګندونو د محمد کریم خلیلي په مشرۍ د افغانستان د اسلامي وحدت ګوند، د ملي مقاومت جبهې او اسلامي جمعیت توند غبرګونونه راپارولي؛ دغو جریانونو د کابل غونډه فرمایشي بللې او د افغانستان د مذهبي تنوع پر له پامه غورځولو یې نیوکه کړې ده.