کابل (شال نیوز) : د افغانستان د تېر جمهوري نظام پر مهال د ملي دفاع وزارت مرستیال او د ننګرهار پخواني والي، شاه محمود میاخېل، د طالبانو پر وړاندې د مقاومت جبهې د یوه قوماندان، صالح محمد ریګستاني، جګړه ستایلې او له خپلو مخالفانو یې غوښتي چې د شخصیت وژنې پر ځای دې د جګړې ډګر ته ولاړ شي.
ښاغلي میاخېل پر فېسبوک لیکلي چې ځینې کسان د افغانستان د ستونزو د حل لپاره د یوې لویې جرګې د جوړېدو د وړاندیز د ردولو توان نه لري، نو هڅه کوي د شخصیت وژنې او پر الفاظو د نیوکو له لارې د موضوع اصلي هدف تر سیوري لاندې راولي.
نوموړي زیاته کړې: «که دومره د جګړې جذبه لرئ، په سپېسونو کې مه چیغېږئ، د صالح محمد ریګستاني په څېر ټوپک راواخلئ او جګړه وکړئ. موږ د چا مخه د جګړې لپاره نه ده نیولې.»
ښاغلي میاخېل ویلي، که څه هم د صالح محمد ریګستاني له سیاسي او فکري لیدلورو سره جدي اختلاف لري او په یوه کمېسیون کې یې څو میاشتې ورسره ګډ کار هم کړی، خو په خبره یې، د خپل نظر لپاره د هغه د جګړې کولو اقدام ستایي.
د میاخېل دغه څرګندونې وروسته له هغې دي چې په ټولنیزو رسنیو کې د افغانستان د روان کړکېچ د حل لپاره د ده له لوري د یوې لویې جرګې د جوړېدو هڅې له نیوکو سره مخ شوې.
نوموړي د ټولنیزو رسنیو پر هغو فعالانو هم نیوکه کړې چې د ده په وینا، په تودو خونو کې ناست دي او په افغانستان کې د جګړې غوښتنه کوي. هغه ویلي: «حیران هغو کسانو ته یم چې په نرمو او تودو خونو کې پر بسترو پراته دي او په افغانستان کې د جګړې غوښتنه کوي، څو د نورو بچیان پکې ووژل شي.»
شاه محمود میاخېل ټینګار کړی چې په افغانستان کې جګړه د ستونزو د حل لار نه ده او د قدرت د انحصار او د نورو د سیاسي او ټولنیز نفې کولو سیاست هم پایله نه شي لرلای.
د نوموړي په باور، د افغانستان د روان بحران د حل لپاره مانادار بینالافغاني خبرې اترې اړینې دي او په اوسنیو شرایطو کې د دغو خبرو اترو لپاره تر ټولو مناسب میکانېزم د یوې واقعي لویې جرګې جوړول دي.
ښاغلي میاخېل څو ورځې وړاندې هم د طالبانو په اړه د خپلو څرګندونو له امله د ټولنیزو رسنیو د کاروونکو له نیوکو سره مخ شوی و. نوموړي په خپلو څرګندونو کې طالبان ترهګر ونه بلل او وروسته یې پر خپلې دې دریځ څو ځله ټینګار وکړ.


شال نیوز