اسلام اباد (شال نیوز) : د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي، محمد صادق د نومبر ۱۸مه د سویډن د بهرنیو چارو وزارت د نړیوالو چارو له عمومي رییس، میکایل لینډوال سره د افغانستان پر روان بدلېدونکي وضعیت، سیمهییز امنیت او د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې په اړه خبرې کړې دي.
صادق پر خپل فېسبوکپاڼه ویلي، په دې لیدنه کې د پاکستان لپاره د سویډن سفیرې الکساندرا برګ فون لېنډه هم ګډون درلود. هغه وویل، په کتنه کې د افغانستان پر بدلېدونکي وضعیت او د ترهګرۍ په تړاو د پاکستان پر اندېښنو ځانګړی تمرکز وشو.
صادق زیاتوي، ټینګار وشو چې د ترهګرو ډلو پر وړاندې باید اغېزمن اقدامات وشي او د دغو ډلو د فعالیتونو د مخنیوي لپاره ګډې هڅې پیاوړې شي.
په دې لیدنه کې د سیمې د امنیتي ننګونو او د ترهګرۍ د مخ پر زیاتېدو ګواښونو په اړه د ګډو اقداماتو پر اړتیا هم ټینګار شوی او ویل شوي چې د سیمې او نړۍ د دوامدارې سولې او ثبات لپاره د هېوادونو ترمنځ همغږي او همکاري اړینه ده.
دا لیدنه په داسې حال کې کېږي چې د پاکستان او افغانستان اړیکې د امنیتي اندېښنو او د تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) په ګډون د وسلهوالو ډلو د فعالیتونو په اړه د اختلافاتو له امله ترینګلې دي.
اسلاماباد په وار وار له طالبانو غوښتي چې د افغانستان له خاورې دې د پاکستان پر ضد د بریدونو مخه ونیسي؛ خو د طالبانو حکومت دا تورونه رد کړي دي.
د یادونې ده چې میکایل لینډوال د سویډن د بهرنیو چارو وزارت د نړیوالو چارو عمومي رییس دی او تر دې وړاندې یې په اسلاماباد کې د سویډن په سفارت کې هم دنده ترسره کړې ده.


شال نیوز