د بلوچستان په ګڼو پښتنو سیمو کې د غوښې لاندی کولو پخوانی دود لا هم ژوندی دی. خلک د پسه او ګډ غوښه ټوټې کوي، په ځانګړي ډول مالګه پرې اچوي او بیا یې د لمر وړانګو ته د وچېدو لپاره ږدي. دا غوښه له وچېدو وروسته د اوږدې مودې لپاره ساتل کېږي او د کال په بېلابېلو موسمونو کې یې پخوي او له کورنۍ سره یې خوري.


نعيم اچکزئي