د صوابۍ په مانیرۍ سیمه کې د ګنو د فصل له رسېدو سره سم د ګوړې جوړولو دودیزې ګاڼۍ فعالې شوې دي. دلته د ګنو له شېرې څخه په دودیزه توګه ګوړه جوړېږي. د شال نیوز خبریال سلمان یوسفزي په صوابۍ کې د یوې ګاڼۍ چلوونکي سره د ګوړې جوړولو د بهیر او دې دود په اړه خبرې کړې دي.