کراچۍ (شال نیوز) : د پاکستان د خلايي څېړنو ادارې، سپارکو، ویلي چې د دغه هېواد یو خلا باز به د چین د شېنژو ۲۴ ماموریت له لارې د تیانګونګ په نوم خلايي سټېشن ته واستول شي.

 

د سپارکو په وینا، ټاکل شوی پاکستانی خلا باز به په دغه سټېشن کې ساینسي تجربې ترسره کوي او د څېړنیزو وسایلو په کارولو او څارنه کې به برخه اخلي.

 

ادارې ویلي چې دا ماموریت د پاکستان او چین ترمنځ په خلايي څېړنو کې د همکارۍ یوه برخه ده او له دې لارې به پاکستاني ساینسپوهانو ته د خلايي ټېکنالوژۍ په برخه کې د تجربې ترلاسه کولو موقع برابره شي.

 

تیانګونګ د چین خلايي سټېشن دی چې د ځمکې شاوخوا ګرځي او پکې خلا بازان بېلابېلې ساینسي څېړنې او تجربې ترسره کوي. سپارکو تر اوسه د دغه ماموریت د پیل کره نېټه او د هغه پاکستانی خلا باز نوم نه دی اعلان کړی چې چین ته به استول کېږي.

 

که دا ماموریت ترسره شي، نو دا به لومړی ځل وي چې یو پاکستانی خلا باز خلا ته سفر کوي. د شېنژو ۲۴ ماموریت او د پاکستاني خلا باز د ګډون په اړه د سپارکو د اعلان خپلواکه تایید لا نه دی شوی.