کراچۍ (شال نیوز) : د پاکستان د مېوو او سبزیو د برآمدوونکو ټولنې ویلي چې سږ کال د پاکستان د امونو برآمدات د تېر کال په مقابله کې ۳۶ فیصده کم شوي دي. ټولنه وايي، د افغانستان سره د سرحدي لارو بندېدو، په منځني ختیځ کې جګړې او د سمندري مالونو د لېږد کرایو زیاتېدو د امونو کاروبار ته زیان رسولی دی.
د ټولنې د معلوماتو له مخې، پاکستان سږ کال ۷۸ زره ټنه امونه بهرنیو هېوادونو ته لېږلي دي، خو تېر کال دغه اندازه ۱۲۳ زره ټنه وه. په دې حساب سږ کال د امونو برآمدات ۴۵ زره ټنه کم شوي دي.
د ټولنې مشر وحید احمد ویلي چې د امریکا او ایران جګړې، په هرمز تنګي کې د بېړیو د تګ راتګ ستونزو او د سمندري مالونو د لېږد کرایو لوړېدو د پاکستان د امونو برآمدات اغېزمن کړي دي. د هغه په وینا، د منځني ختیځ هېوادونو ته د پاکستان د امونو برآمدات له ۳۶ زره ټنو څخه ۱۴ زره او ۵۰۰ ټنو ته راکم شوي دي.
وحید احمد ویلي چې افغانستان د پاکستان د امونو یو مهم بازار دی، خو د دواړو هېوادونو ترمنځ د سرحدي لارو پرلهپسې بندېدو افغانستان ته د امونو په لېږد کې ستونزې جوړې کړې دي.
د پاکستان او افغانستان ترمنځ د تورخم او چمن لارې د دواړو هېوادونو د تجارت لپاره ډېرې مهمې دي. د دغو لارو بندېدل د تازه مېوو او سبزیو کاروبار ته زیان رسوي، ځکه چې دا مالونه ژر خرابېږي او که په وخت بازارونو ته ونه رسېږي، سوداګرو ته مالي تاوان رسېږي.
پاکستان د نړۍ د امونو له مهمو پیدا کوونکو هېوادونو څخه دی. د دغه هېواد امونه د منځني ختیځ، اروپا او نورو هېوادونو بازارونو ته لېږل کېږي. د امونو کاروبار په سند او پنجاب کې د باغ لرونکو، مزدورانو او سوداګرو د روزګار یوه مهمه ذریعه هم ده.
د پاکستان د مېوو او سبزیو د برآمدوونکو ټولنه وايي، که د سرحدي تجارت ستونزې هوارې نه شي او د مالونو د لېږد کرایې همداسې لوړې پاتې شي، نو په راتلونکي کې به هم د پاکستان د تازه مېوو برآمدات له ستونزو سره مخ وي.


شال نیوز