برلین (شال نیوز) : راپورونه وايي، د جرمني حکومت د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت له خوا څلورو ټاکل شویو افغان ډیپلوماټانو ته د ویزو ورکولو هوکړه کړې، څو په برلین کې د افغانستان په سفارت او د بن ښار په کونسلګرۍ کې خپلې دندې پیل کړي.
د سرچینو د معلوماتو له مخې، هدایت الله پکتین، محمد حکیم حکیمي، بشیر احمد افغان او سعید اکبر رستاد هغه څلور کسان دي چې اوس د ویزو د ترلاسه کولو لپاره د قطر په پلازمېنه دوحه کې دي.
راپورونه وايي، بشیر احمد افغان په برلین کې د افغانستان د سفارت د لومړي سکرتر او سعید اکبر رستاد د دویم سکرتر په توګه ټاکل شوي دي. همدارنګه، هدایت الله پکتین او محمد حکیم حکیمي د بن ښار په افغان کونسلګرۍ کې د دویمو سکرترانو په توګه ګومارل شوي دي.
خو د جرمني د بهرنیو چارو وزارت او په کابل کې د طالبانو چارواکو تر اوسه د دغو کسانو د ټاکل کېدو او هغوی ته د ویزو د منظورۍ په اړه رسمي څرګندونې نه دي کړې.
دا راپورونه په داسې وخت کې خپرېږي چې جرمني له طالبانو سره د قونسلګريزو خدمتونو او د افغان کډوالو د بېرته ستنولو په ګډون په ځینو برخو کې اړیکې ساتلې دي.
جرمني د ۲۰۲۱ کال په اګست کې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته د هغوی حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی، خو د قونسلګريزو چارو د پرمخ وړلو لپاره یې له کابل سره تخنیکي همکاري کړې ده.
په جرمني کې شاوخوا ۴۵۰ زره افغانان ژوند کوي، چې ډېری یې د پاسپورټونو، د هویت د اسنادو او نورو قونسلګريزو خدمتونو لپاره د افغانستان سفارت او کونسلګریو ته اړتیا لري.
د جرمني حکومت مخکې ویلي چې له طالبانو سره د قونسلګريزو او تخنیکي چارو په برخه کې همکاري د هغوی د حکومت د رسمي پېژندلو معنا نه لري.
که د دغو څلورو ډیپلوماټانو د ویزو د منظورۍ راپورونه تایید شي، نو دا به په جرمني کې د افغانستان په ډیپلوماټیکو استازولیو کې د طالبانو له خوا د ټاکل شویو کسانو د شمېر د زیاتېدو یو بل ګام وي.
تر اوسه څرګنده نه ده چې دغه کسان به کله خپلې دندې پیل کړي او د هغوی له ګومارنې سره به د سفارت او کونسلګرۍ په چارو کې څه بدلون راشي.


شال نیوز