کوټه (شال نیوز) : د بلوچستان په بېلابېلو ضلعو کې د آل پارټیز کانفرنس په بلنه د احتجاج په توګه کاربندیز روان دی، چې له امله یې په ګڼو ښارونو کې بازارونه، دوکانونه او تجارتي مرکزونه تړل شوي دي.

 

د پنجشنبې په ورځ، د نومبر په ۱۹مه، د بلوچستان په کوټه، چمن، پښین، زیارت، ژوب، قلعه سیف الله او نوشکي کې د سیاسي ګوندونو او د تاجرانو د تنظیمونو په ملاتړ د احتجاج په توګه کاربندیز پیل شوی دی.

 

د کاربندیز له امله په دغو ښارونو کې ګڼ بازارونه او تجارتي مرکزونه تړل شوي او کاروباري چارې اغېزمنې شوې دي. د آل پارټیز کانفرنس ګډونوالو ویلي چې د احتجاج مقصد په بلوچستان کې د امنیت خرابېدونکي حالت، د حکومتي ادارو د کارکردګۍ او د خلکو اقتصادي او انتظامي ستونزو ته د حکومت پام راګرځول دي.

 

د سیاسي ګوندونو او د تاجرانو د تنظیمونو په وینا، په بلوچستان کې د امنیت خراب حالت او اقتصادي ستونزو د خلکو پر ژوند او کاروبار منفي اغېز کړی دی. دوی له حکومته غوښتنه کړې چې د امنیت د ښه کولو او د خلکو د ستونزو د هواري لپاره عملي ګامونه واخلي.

 

د کاربندیز له امله په بېلابېلو ښارونو کې د دوکانونو او بازارونو تړل کېدو د عامو خلکو ورځني کارونه هم اغېزمن کړي دي. د کاربندیز تنظیموونکي وايي، د خپلو غوښتنو د منلو او ستونزو ته د حکومتي چارواکو د پام راګرځولو لپاره یې د صوبې په کچه د کاربندیز غږ کړی دی.

 

تر اوسه د احتجاج کوونکو د غوښتنو په اړه د بلوچستان د صوبايي حکومت تازه دریځ نه دی ترلاسه شوی.