پېښور (شال نیوز) : د خیبر پښتونخوا د پوهنې په څانګه کې د ښوونکو د ۴۴ زره ۷۴۷ څوکۍ تشې دي او د صوبې له ۳۴ دولتي پوهنتونونو څخه ۲۶ یې له مالي ستونزو سره مخ دي.
دا معلومات د نومبر پر ۱۸مه په پېښور کې د ګورنر فیصل کریم کنډي په مشرۍ د صوبې د تعلیمي نظام او د پوهنې د څانګې د فعالیتونو په اړه یوې ځانګړې غونډې ته وړاندې شوي دي.
په ګورنر هاوس کې په دې غونډه کې د تعلیم صوبایي سلاکار ډاکټر سید عامر عبدالله، د بېلابېلو څانګو سلاکارانو، سیکرټرانو، لوړپوړو چارواکو او د رسنیو استازو ګډون کړی و.
د بریفنګ پر مهال ویل شوي، چې دا مهال د خیبر پښتونخوا په ۳۴ زره ۸۴۸ دولتي ښوونځیو کې ۵۹ لکه او ۶۰ زره زده کوونکي زده کړې کوي او یو لک ۸۷ زره ۱۵۹ ښوونکي په کې دندې ترسره کوي.
د معلوماتو له مخې، په دغو ښوونځیو کې د ښوونکو ۴۴ زره ۷۴۷ څوکۍ تشې دي، چې له دې ډلې یې ۸ زره ۸۳۷ په ورګډو شویو ضلعو کې دي.
په غونډه کې د ښوونکو د منصفانه وېش او د میرټ د باوري کولو لپاره د ای ټرانسفر پالیسۍ د بیاکتنې او د ښوونکو د مسلکي وړتیاوو لوړولو په موخه د روزنیزو پروګرامونو د پیلولو په اړه هم معلومات ورکړل شول.
د بریفنګ پر مهال ویل شوي، چې د غیرفعاله ښوونځیو د بېرته فعالولو لپاره د ښوونځیو د تنظیمولو چارې روانې دي او په دویم پړاو کې د ۱۵۰۰ ښوونځیو د آوټ سورسنګ پلان هم شامل دی.
همداراز، د هغو ماشومانو د ښوونځیو ته د شاملولو لپاره په ۱۲ بېړنیو ضلعو کې د ځانګړي کمپاین د پیلولو تیاری روان دی، چې له زده کړو بېبرخې پاتې دي.
د غونډې ګډونوالو ته ویل شوي، چې د پوهنې د ۱۰۰ ورځني پلان لپاره د ۴۶ پروژو په موخه یو ارب او ۲۲ کروړه روپۍ او د ۱۸۰ ورځني پلان د ۳۲ پروژو لپاره څلور اربه او ۱۵ کروړه روپۍ ځانګړې شوې دي.
د دې پروژو ټولیزه بودیجه پنځه اربه او ۳۷ کروړه روپۍ ښودل شوې ده. په دغو پروژو کې د ۴۲۴ ښوونځیو سولر کول، د ۱۵ منځنیو او لوړو ښوونځیو په ماډل ښوونځیو بدلول، د معلوماتي ټکنالوژۍ د لابراتوارونو جوړول او د نجونو د ښوونځیو لوړول شامل دي.
د لوړو زده کړو په اړه غونډې ته ویل شوي، چې د صوبې په ۳۴ دولتي پوهنتونونو او تعلیمي ادارو کې یو لک ۶۰ زره او ۵۸۷ زده کوونکي او په ۳۸۸ دولتي کالجونو کې دوه لکه ۸۰ زره او ۷۷۷ زده کوونکي زده کړې کوي.
د بریفنګ له مخې، د صوبې له ۳۴ دولتي پوهنتونونو څخه ۲۶ له مالي کسر سره مخ دي او د ۱۴ پوهنتونونو ټولیز مالي کسر پنځه اربه او ۶۰ کروړه روپیو ته رسېږي. د پوهنتونونو د مالي ستونزو د هواري لپاره له لوړو زده کړو کمېسیون څخه د ۱۸ اربه روپیو مرستې غوښتنه هم شوې ده.
په غونډه کې دا هم ویل شوي، چې د صوبې په دولتي پوهنتونونو کې د ۲۴۰ څانګو د زده کوونکو شمېر له سلو کم دی، په داسې حال کې چې په ۲۰۸ څانګو کې په تېرو دریو کلونو کې هېڅ څېړنیزه لیکنه نه ده خپره شوې.
د لوړو زده کړو د اصلاحاتو په برخه کې د کالجونو د استادانو د ګومارنې بهیر ډیجیټلي شوی او د بورسونو لپاره د انلاین پورټل جوړولو چارې روانې دي. د بریفنګ له مخې، د وزیراعظم د ځانګړو پروژو په چوکاټ کې د تعلیم، معلوماتي ټکنالوژۍ او تخنیکي زده کړو د ۱۱ پروژو لپاره ۱۶ اربه او ۵۰ کروړه روپۍ ځانګړې شوې دي.
په دغو پروژو کې د اوو دانش ښوونځیو جوړول، په څلورو ضلعو کې د ډیجیټلي کتابتونونو جوړول، په ډېره اسماعیل خان کې د آی ټي پارک پراخول او د ځوانانو لپاره د تخنیکي او ډیجیټلي مهارتونو روزنه شامله ده.
همداراز، په چین کې د کرنې په برخه کې د سلو بورسونو ورکول، دوه زره زده کوونکو ته د معلوماتي ټکنالوژۍ او تخنیکي زده کړو ورکول او ۳۰۰ کسانو ته په بهرنیو هېوادونو کې د روزنې او کار زمینه برابرول هم د دې پروژو برخه دي.
په پای کې د پوهنې په نظام کې د شفافیت، میرټ، حساب ورکونې او اداري چارو د ښه کولو ترڅنګ د ښوونځیو او پوهنتونونو د پیاوړتیا او زده کوونکو ته د معیاري زده کړو د اسانتیاوو برابرولو لپاره د اصلاحاتو د دوام ژمنه شوې ده.


شال نیوز