اسلام اباد (شال نیوز) : د سوېل ختیځې اسیا د هېوادونو د ټولنې (اسيان) سیکریټري جنرل ډاکټر کاو کیم هورن د نومبر له ۱۸مې تر ۲۰مې پورې پاکستان ته په رسمي سفر راغلی دی. د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې نوموړی د لومړي وزیر د مرستیال او بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار په بلنه پاکستان ته سفر کوي.
د وزارت د خبرپاڼې له مخې، په تېرو څه باندې شلو کلونو کې دا لومړی ځل دی چې د اسيان د مرکزي دفتر یو لوړپوړی چارواکی پاکستان ته سفر کوي. ټاکل شوې چې ډاکټر کاو کیم هورن د خپل سفر پر مهال له لومړي وزیر شهباز شریف، د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار او یو شمېر نورو لوړپوړو چارواکو سره وګوري.
د دغو لیدنو پر مهال به د پاکستان او اسيان ترمنځ د سیاسي، اقتصادي او سوداګریزو اړیکو د پراختیا ترڅنګ د سیمې او نړۍ پر مهمو حالاتو خبرې وشي. د اسيان د مرکزي دفتر د معلوماتو له مخې، نوموړی به د پاکستان د تجارت، تعلیم، معلوماتي ټکنالوژۍ او موسمي بدلونونو له وفاقي وزیرانو سره هم لیدنې وکړي.
ټاکل شوې چې د اسيان سیکریټري جنرل په اسلام اباد کې د ساینس او ټکنالوژۍ په ملي پوهنتون کې د پاکستان او اسيان د اړیکو، شته ستونزو او راتلونکو امکاناتو په اړه وینا وکړي. نوموړی به د پاکستان د تجارت او صنعت د خونو د وفاقي ادارې له استازو سره هم وګوري او د سوداګرۍ او پانګونې د زیاتولو پر امکاناتو به خبرې ورسره وکړي.
پاکستان له ۱۹۹۳ کال راهیسې د اسيان د سکتوري خبرو اترو شریک دی او په ۲۰۰۴ کال کې یې د دې ټولنې د سیمهییز فورم غړیتوب ترلاسه کړی دی. اسيان د سوېل ختیځې اسیا د ۱۱ هېوادونو سیمهییزه ټولنه ده چې د غړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ، اقتصادي ودې، سیاسي همکاریو او سیمهییز ثبات لپاره کار کوي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې د اسيان د سیکریټري جنرل سفر د دواړو لورو ترمنځ د اړیکو د پیاوړتیا لپاره مهم دی او تمه کېږي چې په بېلابېلو برخو کې د همکاریو د پراختیا لپاره نوې لارې پرانیستل شي.


شال نیوز