اسلام اباد (شال نیوز) : د پاکستان د ټاکنو کمېشن په پنجاب صوبه کې په دوو پړاوونو کې د بلدیاتي انتخاباتو د ترسره کولو منظوري ورکړې ده.
د ټاکنو کمېشن د نومبر په ۱۷مه د پنجاب چیف سېکرټري ته په استول شوي خط کې ویلي چې صوبايي حکومت په دوو پړاوونو کې د بلدیاتي انتخاباتو د ترسره کولو وړاندیز کړی و، چې کمېشن ورسره موافقه کړې ده.
د خط له مخې، په لومړي پړاو کې به د پنجاب په ۱۸ ضلعي ډلو کې انتخابات کېږي، چې چکوال او تلہ ګنګ، پاکپتن، سیالکوټ، اوکاړه، راجن پور، نارووال، چنیوټ، خانیوال، ننکانه صاحب، قصور، راولپنډۍ او مري، ډېره غازي خان او تونسہ، لاهور، بهاولپور، لودهراں، سرګودها، حافظ اباد او بهکر پکې شامل دي.
په دویم پړاو کې به په ساهیوال، ګوجرانواله او وزیراباد، بهاولنګر، اټک، خوشاب، منډي بهاوالدین، وهاړي، جهلم، شېخوپوره، مظفرګړ او کوټ ادو، ټوبه ټېک سنګ، فیصل اباد، ملتان، میانوالۍ، لیه، جهنګ، ګجرات او رحیم یار خان کې انتخابات ترسره کېږي.
د پاکستان د ټاکنو کمېشن اړوندو چارواکو ته لارښوونه کړې چې د بلدیاتي انتخاباتو لپاره ټول ضروري انتظامات پر وخت بشپړ کړي. که څه هم د لومړي پړاو د انتخاباتو لپاره د فبرورۍ اوومه نېټه یاده شوې، خو د ټاکنو کمېشن د نومبر د ۱۷مې په خط کې د رایې اچونې کومه مشخصه نېټه نه ده ښودل شوې.


شال نیوز