کابل (شال نیوز) : د افغانستان جمعیت اسلامي او د افغانستان د ملي مقاومت جبهې د نومبر ۱۸مه د یوې ګډې اعلامیې په خپرولو سره د طالبانو له هغې غونډې سره مخالفت څرګند کړی چې په کابل پوهنتون کې د طالبانو د مشر هبتالله اخندزاده د ملاتړ او هغه ته د شیخالاسلام لقب ورکولو په تړاو جوړه شوې وه.
دوی یاده غونډه فرمایشي بللې او وايي چې طالبان هڅه کوي د دیني عالمانو او کابل پوهنتون له علمي او تاریخي اعتبار څخه د خپلې واکمنۍ د مشروعیت لپاره ګټه واخلي.
په اعلامیه کې ویل شوي: مونږ به د عدالت، ازادۍ، د قانون حاکمیت او د خلکو د ارادې پر بنسټ د یوه سیاسي نظام د رامنځته کولو لپاره خپلو هڅو او مبارزې ته دوام ورکړو. د افغانستان د راتلونکي د ټاکلو لپاره د خلکو پر ازادې ارادې، ټولټاکنو، ټولګډونه سیاسي مشارکت او د انساني کرامت درناوی غواړو."
د اعلامیې له مخې، د افغانستان د کړکېچ د حل لپاره باید داسې ټولشموله سیاسي نظام رامنځته شي چې د خلکو پر ارادې ولاړ وي او په هغه کې د ازاد انتخاب حق، د قانون حاکمیت، ټولنیز عدالت، حساب ورکونه او د ټولو وګړو د حقونو رعایت تضمین شي.
په اعلامیه کې راغلي چې طالبان په تېرو څه باندې پنځو کلونو کې د انحصار غوښتونکو او ځپونکو سیاستونو له امله افغانستان له ژورو سیاسي، ټولنیزو او بشري حقونو بحرانونو سره مخ کړی دی.
د جمعیت اسلامي او ملي مقاومت جبهې په وینا، سیاسي مشروعیت د فرمایشي غونډو، یو اړخیزو اعلامیو او سازمان شویو ملاتړونو له لارې نه ترلاسه کېږي، بلکې د خلکو له ارادې او رضایت څخه سرچینه اخلي.
دوی کابل پوهنتون د افغانستان یو مهم علمي او فرهنګي بنسټ بللی او ټینګار یې کړی چې دغه پوهنتون باید د سیاسي موخو لپاره د یوې وسیلې په توګه ونه کارول شي او خپل علمي خپلواکي وساتي.
په اعلامیه کې زیاته شوې چې د افغانستان خلک د طالبانو اړوندو ډلو ترمنځ د څوکیو وېش یا د ټاکل شویو کسانو له خوا د اوسني جوړښت تایید نه غواړي، بلکې د اساسي حقونو، مشروع ازادیو، ټولنیز عدالت او د خپل سیاسي برخلیک په ټاکلو کې د ګډون غوښتونکي دي.
دغو دواړو ډلو ویلي چې سیاسي واک د هېڅ فرد یا ډلې شخصي ملکیت نه دی، بلکې د خلکو له ارادې او رضایت څخه رامنځته کېدونکی امانت دی او هېڅوک نه شي کولای د زور یا د دین د انحصاري تفسیر له لارې واک په خپل انحصار کې وساتي.
جمعیت اسلامي او د ملي مقاومت جبهې همداراز د دیني عالمانو او د هېواد د مطرحو روحانیونو غوښتي چې د ظلم، تبعیض، د دیني لارښوونو د تحریف او د دین د سیاسي استفادې پر وړاندې چوپ پاتې نه شي او د خلکو د حقونو او انساني کرامت دفاع وکړي.


شال نیوز