اسلام اباد (شال نیوز) : د امریکا د سوداګرۍ شورا یوه پلاوي د پاکستان د نېشنل اسمبلۍ له مشر سردار ایاز صادق سره لیدلي او د دواړو هېوادونو ترمنځ یې د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پیاوړتیا خبرې کړې دي.

 

د پاکستان نېشنل اسمبلۍ د اعلامیې له مخې، سردار ایاز صادق له پلاوي سره په لیدنه کې د سوداګرۍ او پانګونې په برخه کې د پاکستان شته فرصتونه مهم بللي او ټینګار یې کړی چې د دواړو هېوادونو د خصوصي سکټورونو ترمنځ باید مستقیمې اړیکې پراخې شي.

 

نوموړي ویلي، پاکستان په بېلابېلو اقتصادي برخو کې د سوداګرۍ او پانګونې لپاره پراخ ظرفیتونه لري او باید له دغو فرصتونو څخه د ګټې اخیستنې لپاره د سوداګریزو بنسټونو ترمنځ همکاري زیاته شي.

 

د اعلامیې له مخې، د اسمبلۍ مشر امریکايي پلاوي ته د پاکستان د پارلماني نظام او قانون جوړونې د بهیر په اړه معلومات ورکړي او د اقتصادي او سوداګریزو فعالیتونو په اسانتیا کې یې د پارلمان رول تشریح کړی دی.

 

ایاز صادق زیاته کړې چې د سوداګرۍ او پانګونې لپاره د مناسبو شرایطو برابرول د پاکستان د حکومت له مهمو لومړیتوبونو څخه دي او حکومت د پانګوالو د هڅونې او د سوداګریزې ټولنې د ملاتړ لپاره پانګونې ته هڅوونکې تګلارې جوړې کړې دي.

 

هغه د پاکستان او امریکا ترمنځ د سوداګریزو بنسټونو او خصوصي شرکتونو د اړیکو پر پیاوړتیا ټینګار کړی او ویلي یې دي چې دوامداره خبرې اترې او دوه اړخیزه همکاري د اقتصادي اړیکو د پراختیا لپاره اړینې دي.

 

د پاکستان د اسمبلۍ مشر ډاډ ورکړی چې پارلمان به د قانون جوړونې له لارې د سوداګریزې ټولنې د ستونزو د حل او د خصوصي سکټور د ګټو د خوندي کولو لپاره له ټولو ممکنه لارو همکاري وکړي.

 

نوموړي همداراز په بهر کې مېشت پاکستانیان د دغه هېواد ارزښتمنه ملي شتمني بللې او د پاکستان په اقتصادي پرمختګ کې یې د هغوی د ونډې پر اهمیت ټینګار کړی دی.

 

په ورته مهال، د امریکا د سوداګرۍ شورا پلاوي له سردار ایاز صادق څخه د تود هرکلي له امله مننه کړې او د سوداګریزې ټولنې د ستونزو د حل په برخه کې یې د هغه هڅې ستایلې دي.