اسلام اباد (شال نیوز) : د اسلام‌اباد د ستراتیژیکو مطالعاتو انسټیټیوټ اعلان کړی چې د دغه انسټیټیوټ شپږم کلنی کنفرانس به د ۲۰۲۶ کال د ډسمبر په ۹مه او ۱۰مه د پاکستان په پلازمېنه اسلام‌اباد کې جوړ شي.

 

د دغه انسټیټیوټ د افغانستان، منځني ختیځ او افریقا د مطالعاتو مرکز مشرې، آمنه خان وايي چې په دې کنفرانس کې به د سیمې سیاستوال، ډیپلوماټان او کارپوهان د افغانستان پر تحولاتو، سیمه‌ییز ثبات، په لوېدیځه اسیا کې پر جیوپولیټیک بدلونونو او د سیمه‌ییز اتصال په برخه کې د منځنۍ اسیا پر مخ پر زیاتېدونکي رول خبرې او بحثونه وکړي.

 

د نوموړې په وینا، دغه غونډه د «سولې، ثبات او ګډې هوساینې لپاره هڅې» تر سرلیک لاندې د مهمو سیمه‌ییزو تحولاتو او د سیمې د هېوادونو ترمنځ د همکاریو د فرصتونو ارزونې په موخه جوړېږي. ټاکل شوې دغه کنفرانس د اسلام‌اباد په سرینا هوټل کې جوړ شي، چې یو شمېر پاکستاني چارواکي، ډیپلوماټان او د سیمې کارپوهان به په کې ګډون وکړي.

 

دا کنفرانس په داسې حال کې جوړېږي چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ ترینګلتیاوې زیاتې شوې او اسلام‌ اباد پر کابل تور پورې کوي چې د پاکستاني طالبانو تحریک (ټي ټي پي) ملاتړ کوي؛ خو طالبانو ډاډ ورکړی چې د افغانستان خاوره به د هېڅ هېواد پر ضد ونه کارول شي.

 

بلخوا، د افغانستان لپاره د بریتانیا ځانګړي استازي هم اسلام‌اباد ته سفر کړی څو د دواړو هېوادونو ترمنځ د ستونزو او ترینګلتیاوو د حل لپاره منځګړیتوب وکړي.