کراچۍ (شال نیوز) : د پاکستان د پیپلز ګوند مشر بلاول بوټو زرداري خبرداری ورکړی، چې که د زور له لارې د سند صوبې د وېشلو هڅه وشي، په ځانګړي ډول د کراچۍ په واټونو کې به وینه تویې شي او دا کار به د خلکو ترمنځ د دښمنۍ لامل شي.
نوموړي د کراچۍ په پریس کلب کې له خبریالانو سره په خبرو کې ویلي، چې د زور له لارې د صوبو وېشل به ټولنیز اختلافات زیات کړي او عادي خلک به د وسلو پورته کولو ته اړ کړي.
هغه ټینګار کړی، چې د پیپلز ګوند د خلکو د غوښتنو، اساسي قانون او ډیموکراتیکو اصولو له مخې د نویو صوبو د جوړېدو ملاتړ کوي، خو د زور او جبر له لارې د سند له وېشلو سره مخالف دی.
بلاول ویلي، د نویو صوبو د جوړولو لپاره په اساسي قانون کې مشخصه کړنلاره شته او هر ډول پرېکړه باید د خلکو په ملاتړ او قانوني لارو ترسره شي.
نوموړي د پاکستان پر سیاسي وضعیت هم نیوکه کړې او ویلي یې دي، چې د دغه هېواد سیاسي نظام د اصلاح لپاره سیاسي بیا رغونې ته اړتیا لري او دا بهیر باید له پارلمان څخه پیل شي.
هغه له حکومته غوښتي، چې له اپوزېسیون سره خبرې وکړي، د سیاسي بندیانو د خوشې کولو لپاره ګامونه پورته کړي او د پاکستان تحریک انصاف ګوند باور بېرته ترلاسه کړي.
د پیپلز ګوند مشر د پاکستان د ۲۷م اساسي تعدیل د تصویب په اړه هم نیوکه کړې او ویلي یې دي، چې دغه تعدیل د سیاسي اجماع پر ځای د جبري اکثریت له لارې تصویب شوی دی.
بلاول د پاکستان پر اقتصادي وضعیت اندېښنه ښودلې او ویلي یې دي، چې د بیو لوړېدو، بېوزلۍ او فساد د خلکو ژوند ستونزمن کړی، خو سیاستوال د خلکو د ستونزو پر ځای د کرکې او وېش پر سیاست بوخت دي.
نوموړي همداراز ویلي، چې د پاکستان رسنۍ له محدودیتونو او فشارونو سره مخ دي او خبریالان باید وکولای شي، له وېرې پرته حقیقتونه بیان کړي.
هغه زیاته کړې، چې د نویو صوبو د جوړولو ځینې وړاندیزکوونکو په ټاکنو کې د خلکو رایې نه دي ترلاسه کړې او حکومت باید هغو سیمو ته هم پام وکړي چې اوسېدونکي یې د نوې صوبې د جوړېدو غوښتنه کوي.


شال نیوز