نیویارک (شال نیوز) :  د امریکا یوې وفاقي محکمې د ولسمشر ډونالډ ټرمپ او نورو امریکايي سیاستوالو د وژلو د منصوبې په جرم ۴۸ کلن پاکستانی وګړي آصف مرچنټ ته د ۲۷ کلونو او شپږو میاشتو بند سزا اورولې ده.

 

د امریکا د انصاف وزارت د نومبر په ۱۷مه ویلي چې د نیویارک په بروکلین کې وفاقي جج ایرک کومېټي، آصف مرچنټ ته د ۳۳۰ میاشتو بند سزا واوروله. نوموړی د روان کال په مارچ کې د امریکايي سیاستوالو د وژلو لپاره د کسانو د ګومارلو او د ترهګریز برید د منصوبې جوړولو په جرم محکوم شوی و.

 

امریکايي څارنوالانو ویلي چې آصف مرچنټ د ایران د سپاه پاسداران په لارښوونه په ۲۰۲۴ کال کې امریکا ته تللی و، څو د ډونالډ ټرمپ او نورو امریکايي سیاستوالو د وژلو لپاره کسان وګوماري.

 

د څارنوالانو په وینا، د دغې منصوبې اصلي هدف ډونالډ ټرمپ و، خو د هغه وخت ولسمشر جو بایډن او په ملګرو ملتونو کې د امریکا پخوانۍ سفیره نیکي هیلي هم د ممکنه هدفونو په نوملړ کې شامل وو.

 

امریکايي چارواکي وايي، د دې منصوبې تر شا د ایران د سپاه پاسداران د قدس ځواک د پخواني قوماندان قاسم سلیماني د وژل کېدو د بدل اخیستو هڅه وه. قاسم سلیماني د ۲۰۲۰ کال په جنورۍ کې د عراق په پلازمېنه بغداد کې د امریکا د بې‌پیلوټه الوتکې په برید کې وژل شوی و.

 

د امریکا د انصاف وزارت د معلوماتو له مخې، آصف مرچنټ په ۲۰۲۴ کال کې امریکا ته له رسېدو وروسته له یوه کس سره اړیکه ونیوله او د امریکايي سیاستوالو د وژلو په منصوبه کې یې ترې مرسته وغوښته.

 

خو دغه کس د امریکا وفاقي تحقیقاتي ادارې، اېف بي آی، ته خبر ورکړ او له پلټونکو سره یې همکاري پیل کړه. وروسته مرچنټ له درېیو کسانو سره ولیدل چې ځانونه یې د پیسو په بدل کې وژونکي معرفي کړي وو، خو په اصل کې د اېف بي آی پټ مامورین وو.

 

د عدالتي اسنادو له مخې، مرچنټ دغو کسانو ته د منصوبې د عملي کولو لپاره پنځه زره ډالر ورکړي وو. امریکايي څارنوالانو ویلي چې د مرچنټ له موبایل ټیلیفونونو، کمپیوټر او ټولنیزو رسنیو څخه ترلاسه شوو معلوماتو هم د دغې منصوبې په اړه شواهد برابر کړي وو.

 

آصف مرچنټ د محاکمې پر مهال ویلي وو چې د ایران سپاه پاسداران له خپلې کورنۍ سره د ناوړه چلند په ګواښ دې کار ته اړ کړی و. هغه ویلي وو چې د خپلې کورنۍ د خوندیتوب لپاره یې په دې منصوبه کې برخه اخیستې وه او په خپله یې د امریکايي سیاستوالو د وژلو اراده نه لرله.

 

خو امریکايي څارنوالانو د هغه دا دریځ رد کړی او ویلي یې دي چې شواهد ښيي مرچنټ د دغې منصوبې د عملي کولو لپاره په خپله هلې ځلې کړې وې. د امریکا وفاقي منصفه پلاوي د روان کال په مارچ کې آصف مرچنټ مجرم وپېژاند او د نومبر په ۱۷مه ورته د ۲۷ کلونو او شپږو میاشتو بند سزا واورول شوه.

 

ایران تر دې وړاندې د ډونالډ ټرمپ او نورو امریکايي سیاستوالو د وژلو په منصوبو کې خپل لاس لرل رد کړي دي. د امریکا د انصاف وزارت وايي، د آصف مرچنټ د وژلو منصوبه د اېف بي آی د پټو مامورینو او یوه معلومات ورکوونکي کس په مرسته تر عملي کېدو وړاندې شنډه شوې وه.

 

دا قضیه د امریکا د ۲۰۲۴ کال د ولسمشرۍ له انتخاباتو سره تړاو لري، هغه مهال چې ډونالډ ټرمپ د بیا ولسمشر کېدو لپاره انتخاباتي مبارزه کوله.