اسلام اباد (شال نیوز) : په پاکستان کې د سویس سفارت د افغان کډوالو د وضعیت په تړاو د ژغورنې د نړیوالې کمېټې له مشر، ډېویډ میلیبانډ او نورو شریکانو سره مشورتي غونډه کړې ده.

 

دغه غونډه د نومبر ۱۷مه، په اسلام‌اباد کې جوړه شوې او په پاکستان کې د مېشتو افغان کډوالو پر ستونزو او د هغوی لپاره د حل‌لارو پر موندلو خبرې شوې دي. په پاکستان کې د سویس سفیر، سټیفان رې ویلي، د افغان کډوالو خوندیتوب او د کوربه ټولنو ملاتړ باید په ګډه او موازي توګه پر مخ ولاړ شي.

 

هغه ټینګار کړی، هېڅ هېواد باید اړ نه شي چې د کډوالو د خوندیتوب او ملاتړ دروند مسوولیت په یوازې ځان پر غاړه واخلي. توموړي د افغان کډوالو د ستونزو د تلپاتې حل لپاره د نړیوال پیوستون او سیمه‌ییزو همکاریو پر پیاوړتیا هم ټینګار کړی دی.

 

په غونډه کې د ژغورنې د نړیوالې کمېټې مشر او د اړوندو ادارو استازو د افغان کډوالو د بشري او حقوقي وضعیت په اړه خپل نظرونه شریک کړي دي.

 

دا غونډه داسې مهال کېږي چې په پاکستان کې د بې‌اسنادو افغان کډوالو د نیولو، فشارونو او بېرته ستنولو بهیر دوام لري او مرستندویه ادارې د هغوی د حقونو پر خوندیتوب او له خپلسري اېستلو څخه پر ډډه کولو ټینګار کوي.