نوي ډیلي (شال نیوز) : د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال، ملااحمدالله زاهد په مشرۍ افغان پلاوي د هند د سوداګرۍ او صنایعو خونو د فدراسیون له مسوولانو او یو شمېر هندي پانګوالو سره لیدلي او د اقتصادي همکاریو پر پراختیا یې خبرې کړې دي.
د دغه وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، په دې غونډه کې د افغانستان او هند پر تاریخي اړیکو، د دوهاړخیزې سوداګرۍ پر پراختیا، د افغان صادراتو پر زیاتوالي او په افغانستان کې د پانګونې پر فرصتونو بحث شوی دی.
احمدالله زاهد هندي پانګوالو ته د افغانستان د پانګونې ظرفیتونه، بهرنیو پانګوالو ته ځانګړي امتیازات او اداري اسانتیاوې تشریح کړې او هغوی یې په بېلابېلو اقتصادي او تولیدي برخو کې پانګونې ته هڅولي دي.
د خبرپاڼې له مخې، هندي پانګوالو هم په افغانستان کې پانګونې ته لېوالتیا ښودلې او د سوداګریزو ناستو او د افغانستان د سفارت د سوداګریزې اتشې له لارې یې د اړیکو پر دوام ټینګار کړی دی.
په دې غونډه کې د دواړو هېوادونو د خصوصي سکټورونو ترمنځ د همکاریو د پیاوړتیا او سوداګریزو اړیکو د پراختیا لپاره د یوه ګډ سوداګریز اتاق د جوړېدو وړاندیز هم شوی دی.
غونډه د افغانستان او هند ترمنځ د سوداګرۍ د پراختیا، د صادراتو د زیاتوالي او د ګډو پانګونو د فرصتونو د رامنځته کولو لپاره د دواړو لورو د لېوالتیا په څرګندولو پای ته رسېدلې ده.


شال نیوز