کابل (شال نیوز) : ملګرو ملتونو د ۲۰۲۶م او ۲۰۲۷م کلونو د ژمي لپاره په افغانستان کې له ۸۲۴زره اړمنو کسانو سره د مرستې په موخه ۱۸ میلیونه ډالر ځانګړي کړي دي.

 

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) ویلي، دغه بودیجه د بېړنیو حالاتو لپاره د مرکزي ځواب ویلو صندوق له لارې تصویب شوې او د ملګرو ملتونو د بشري مرستو مسوول، ټام فلېچر تایید کړې ده.

 

د اوچا په وینا، دغه پیسې به د خوړو خوندیتوب، کرنې، روغتیا، تغذیې، خوندیتوب، سرپناه، څښاک اوبو او حفظ‌الصحې په برخو کې د اوو پروژو د پلي کېدو لپاره ولګول شي.

 

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږي کوونکي، برونو لومارکي ویلي، دغه مرستې د هغو مړینو د مخنیوي لپاره مهمې دي چې د اړینو خدمتونو او اسانتیاوو په برابرولو سره یې مخه نیول کېدای شي.

 

د نوموړي په خبره، د دې پروګرام لومړیتوب راستنېدونکي زیانمن کډوال، کورني بې‌ځایه شوي کسان او کوربه ټولنې دي، په ځانګړي ډول ښځې، ماشومان، سپین‌ږیري او معلولیت لرونکي کسان.

 

اوچا ټینګار کړی چې د مرستو په وېش کې به ملي او سیمه‌ییز بنسټونه، په ګډون د ښځو په مشرۍ سازمانونه، ونډه ولري او د ښځینه کارکوونکو حضور د ښځو او نجونو لپاره بشري خدمتونو ته د لاسرسي په برخه کې مهم دی.

 

دا ۱۸ میلیونه ډالر د افغانستان د بشري اړتیاوو د پوره کولو لپاره د ۴۸ میلیونه ډالرو د یوه پراخ پروګرام برخه ده چې پاتې ۳۰ میلیونه ډالر به د افغانستان د بشري مرستو له صندوق څخه برابر شي او د ژمنیو مرستو ترڅنګ به د ال‌نینو د احتمالي اغېزو د کمولو لپاره هم ولګول شي.

 

د ملګرو ملتونو د ارزونو له مخې، د افغانستان نږدې نیمايي وګړي بشري مرستو ته اړتیا لري او د ژمي په رارسېدو سره د اقتصادي ستونزو او خوراکي توکو د کمښت له امله د زیانمنو کورنیو وضعیت لا پسې خرابېدای شي.