نوي ډیلي (شال نیوز) : د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال، ملااحمدالله زاهد وايي، افغانستان او هند هڅه کوي د خپلمنځي سوداګرۍ کچه دوه میلیارد ډالرو ته لوړه او د اقتصادي همکاریو لپاره نوي فرصتونه برابر کړي.

 

زاهد له هندي سپوتنیک خبري اژانس سره په مرکه کې ویلي، دواړه هېوادونه غواړي شته سوداګریز خنډونه هوار او د پانګونې زمینه پراخه کړي. د نوموړي په وینا، افغانستان د درملو جوړولو، صنعتي تولیداتو، کرنې او تخنیکي خدمتونو په برخو کې د هندي پانګوالو لپاره د پام وړ ظرفیت لري.

 

هغه د وچې او تازه مېوې او کاني زېرمو یادونه کړې او ویلي یې دي چې دغه برخې د هندي سوداګرو لپاره د پانګونې ښه فرصتونه برابرولی شي. زاهد د یوه افغان سوداګریز پلاوي په مشرۍ د هند په ۴۵م نړیوال سوداګریز نندارتون کې د ګډون لپاره نوي ډیلي ته تللی دی.

 

د دغه سفر په څنډه کې افغان پلاوي د هند د سوداګرۍ او صنایعو خونو د فدراسیون له مسوولانو سره د بدیلو ترانزیټي لارو، د لېږد لګښتونو کمولو او د هند له بندرونو څخه د ګټې اخیستنې په اړه خبرې کړې دي.

 

هند ته د افغان کرنیزو محصولاتو او زعفرانو د صادراتو زیاتوالی، د درملو وارداتو اسانتیا، د بانکي ستونزو هواری او سوداګریزو ویزو ته لاسرسی هم د خبرو مهم موضوعات وو.

 

اقتصادي کارپوهان وايي، د دغو موخو ترلاسه کول د سوداګریزو خنډونو په لرې کولو، د ترانزیټي لارو په پراختیا او د دواړو هېوادونو د خصوصي سکټورونو ترمنځ د همکاریو په پیاوړتیا پورې تړلي دي.