کابل (شال نیوز) : د طالبانو په کنټرول کې د آریانا افغان هوايي شرکت اعلان کړی چې د نومبر له ۲۵مې به د بلخ ولایت د مزارشریف ښار او د سعودي عربستان د جدې ښار ترمنځ مستقیمې الوتنې پیل کړي.

 

دغه شرکت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، د دې هوايي مسیر فعالول د هوايي خدمتونو د پراختیا او د هېواد په شمالي ولایتونو کې د مسافرو د تګ راتګ د اسانتیا په موخه ترسره کېږي.

 

د خبرپاڼې له مخې، د دغو الوتنو په پیل سره به د مزارشریف او د هېواد د شمالي ولایتونو اوسېدونکي وکولای شي، له منځنیو تمځایونو پرته په مستقیم ډول د سعودي عربستان جدې ښار ته سفر وکړي.

 

آریانا افغان هوايي شرکت زیاته کړې چې مسافر کولای شي د دې مسیر د الوتنو ټکټونه د شرکت له مرکزي دفتر، رسمي استازولیو، سیاحتي شرکتونو او په هوايي ډګرونو کې د ټکټونو د پلور له دفترونو څخه ترلاسه کړي.

 

جده د سعودي عربستان له مهمو سوداګریزو او بندري ښارونو څخه دی او هر کال د نړۍ له بېلابېلو هېوادونو څخه ګڼ شمېر مسلمانان د عمرې او نورو موخو لپاره دغه ښار ته سفر کوي.

 

د مزارشریف او جدې ترمنځ د مستقیمو الوتنو پیل به د افغانستان د شمال اوسېدونکو ته سعودي عربستان ته د سفر لپاره یوه نوې او اسانه هوايي لاره برابره کړي.