لکي مروت (شال نیوز) : د خېبر پښتونخوا په لکي مروت کې د پولیسو د امن کمېټې د یوه مشر یونس خان بیګوخېل پر موټر د وسله‌والو په برید کې د نوموړي په ګډون څلور کسان ټپیان شوي، خو پولیس وايي، په ځوابي عملیاتو کې یې د یوه قوماندان په ګډون څلور بریدګر وژلي دي.

 

د پولیسو په وینا، پېښه د لکي ښار د پولیسو تاڼې اړوند د بیګوخېل پر سړک، د مچن‌خېلو سیمې ته نږدې هغه مهال شوې چې یونس خان له خپلو ملګرو سره په موټر کې روان و. په پېښه کې د یونس خان په ګډون عبدالرحمان، اشتیاق او خالد ټپیان شوي دي.

 

د لکي مروت د پولیسو مشر سجاد احمد صاحبزاده ویلي، له برید وروسته پولیسو سیمه کلابنده کړې او له وسله‌والو سره یې شاوخوا دوه ساعته نښته کړې ده.

 

د نوموړي په وینا، په عملیاتو کې پولیسو او سیمه‌ییزې امن کمېټې ګډه برخه اخیستې او د ډرون په وسیله یې د وسله‌والو مرکزونه په نښه کړي دي، چې په پایله کې یې د برید د یوه قوماندان په ګډون څلور وسله‌وال وژل شوي دي.

 

پولیس وايي، د پېښې ټپیان روغتون ته لېږدول شوي او د وژل شویو کسانو مړي هم د لکي مروت دولتي روغتون ته انتقال شوي دي. د سرچینې په وینا، د وژل شویو کسانو د مړیو معاینه یا پوسټ مارټم روان دی.