کوېټ (شال نیوز) : د سایبري امنیت څېړونکو ویلي چې د بي بي سي، سي اېن اېن، زوم، ایکیا، ایر فرانس او سېلزفورس په ګډون ۱۷۸ نړیوالې وېبپاڼې د یوه سایبري برید له امله اغېزمنې شوې دي.

 

د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، بریدګرو د ډیجیټل خدماتو د شرکت «اپټېمازلي» په یوه سیسټم کې له امنیتي کمزورۍ ګټه اخیستې او زیانمن کمپیوټري کوډ یې پکې ځای پر ځای کړی و.

 

څېړونکي وايي، د بریدګرو موخه د ډیجیټل پیسو غلا کول، د بانکي کارډونو د معلوماتو ترلاسه کول او د ایفون موبایلونو د کاروونکو په نښه کول وو. د راپور له مخې، دغه زیانمن کوډ د هغو نړیوالو وېبپاڼو کاروونکو ته خطر پېښولای شو چې د «اپټېمازلي» خدمات یې کارول.

 

«اپټېمازلي» شرکت د امنیتي پېښې پخلی کړی او ویلي یې دي چې په خپل سیسټم کې یې امنیتي کمزوري ختمه کړې او زیانمن کوډ یې لرې کړی دی. شرکت ویلي چې برید د نومبر په ۱۶مه شوی و او د هماغې ورځې تر پایه یې د اغېزمنو وېبپاڼو د خوندي کولو لپاره اقدامات کړي وو.

 

د سایبري امنیت څېړونکي سکاټ هېلم ویلي چې د بریدګرو ډیجیټل بټو ته په شاوخوا نهو ساعتونو کې نږدې اووه زره ډالر رسېدلي، خو دا لا نه ده ثابته شوې چې ټولې دغه پیسې له همدې برید څخه ترلاسه شوې دي.

 

د ایپل شرکت هم ویلي چې د ایفون موبایلونو هغه امنیتي کمزورۍ چې بریدګرو یې د کارولو هڅه کوله، تېر کال ختمې شوې وې او هغه موبایلونه ترې خوندي دي چې تازه سافټویر لري.

 

رویټرز وايي، تر اوسه دا نه ده څرګنده چې بریدګر په څومره وېبپاڼو کې خپلو موخو ته رسېدلي او د څومره کاروونکو شخصي یا بانکي معلومات یې ترلاسه کړي دي.

 

د سایبري امنیت کارپوهان وايي، د یوې وېبپاڼې اغېزمنېدل په دې معنا نه دي چې د هغې ټول معلومات غلا شوي یا یې اصلي کمپیوټري سیسټم د بریدګرو لاس ته ورغلی دی. تر اوسه د دې برید د ترسره کوونکو د پېژندګلوۍ په اړه هم کره معلومات نه دي خپاره شوي.