میرعلي (شال نیوز) : د شمالي وزیرستان په میرعلي کې د داوړ او وزیر قومونو په ګډه جرګه کې له پوځي او ملکي چارواکو سره د سیمې د وضعیت او د خلکو د ستونزو په اړه خبرې شوې دي.
دا جرګه د میرعلي په موسکي فقیرانو جومات کې شوې چې مشري یې د جمعیت علمای اسلام د شمالي وزیرستان یو مشر مولانا مصباح الله کوله. په جرګه کې د میرعلي بریګېډیر، د نهم ډویژن مشر او د ملکي ادارو استازو هم ګډون کړی و.
د جرګې سرچینې وايي، له چارواکو سره په خبرو کې د پوځي عملیاتو د ژر پای ته رسولو، د خلکو د تګ راتګ اسانتیا، روغتیايي خدمتونو او د زیانمنو شویو کورونو، ښوونځیو او جوماتونو د بیا رغولو په اړه خبرې شوې او پر یو شمېر غوښتنو هوکړه شوې ده.
د سرچینو په وینا، چارواکو د میرعلي د ملکي روغتون د فعالولو لپاره د ۱۲ کروړه روپیو مرستې د ژر ورکړې او هر کلي ته د ریسکیو ۱۱۲۲ امبولانس برابرولو خبره هم کړې ده.
د جرګې ګډونوالو د کلیو په کچه د تګ راتګ لپاره د ځانګړو لارو او د میرعلي بازار د سوداګرو لپاره د ورځني تګ راتګ د اسانتیا غوښتنه هم کړې ده. همدارنګه د موبایل انټرنېټ او وای فای بېرته فعالول، په خوندي ځایونو کې د تېلو پمپونو ته د فعالیت اجازه او نورو ښارونو ته د تلونکو مسافرو پر وړاندې د امنیتي پوستو د ستونزو کمول هم د خبرو برخه وو.
د جرګې د سرچینو په وینا، د عملیاتو پر مهال زیانمنو شویو کورونو، ښوونځیو او جوماتونو د حکومتي لګښت په بیا رغولو هم خبرې شوې دي. خو د دغو خبرو او ادعا شویو هوکړو په اړه تر اوسه پوځي چارواکو یا ملکي ادارو کوم رسمي بیان نه دی خپور کړی.
د جرګې د معلوماتو له مخې، ټاکل شوې د راتلونکې چهارشنبې په ورځ د نهم ډویژن له مشر سره د وزیرستان په کچه بله لویه جرګه هم وشي، څو د پاتې ستونزو په اړه خبرې وشي.


عامر داوړ