اورکزي (شال نیوز) : د خیبر پښتونخوا په اورکزو کې د سیمې د امنیت او د خلکو د ستونزو د هواري په اړه د حکومتي چارواکو، امنیتي مسوولینو او قومي مشرانو ترمنځ جرګه شوې ده.
دا جرګه د اورکزو په مرکزي ښار کلايه کې شوې چې د نهم ډویژن مشر، د کوهاټ کمېشنر او د کوهاټ د پولیسو سیمهییز مشر پکې ګډون کړی و.
په جرګه کې د سیمې د خلکو پر ستونزو، د روغتیا او نورو بنسټیزو اسانتیاوو پر ښه کولو او د پرمختیايي چارو پر چټکتیا خبرې شوې دي.
د جرګې ګډونوالو پرېکړه کړې چې د خلکو د ستونزو د اورېدو او هواري لپاره به په ضلعي او تحصیل کچ ګډې کمېټې جوړې کړي.
د جرګې ګډونوالو ویلي، په اورکزیو کې د امن ټینګښت او د سیمې پرمختګ د ټولو ګډ مسوولیت دی او په دې برخه کې به له یو بل سره همکاري کوي.


شال نیوز