واڼا (شال نیوز) : د کوز سویلي وزیرستان په زرملین سیمه کې د خراب امنیتي وضعیت له امله ځینې ځايي کورنۍ له خپلو کورونو د وتلو په حال کې دي.
د سلیمان خېل ځوانانو تحریک مشر نور علي همدرد سلیمان خېل وايي، په سیمه کې امنیتي وضعیت ورځ تر بلې د اندېښنې وړ کېږي او خلک د وېرې او بې باورۍ په فضا کې ژوند کوي.
نوموړي په یو بیان کې ویلي، د سیمې خلک له معلومو او نامعلومو لاملونو سره کار نه لري، بلکې یوازې امن غواړي او غواړي په خپلو سیمو کې له وېرې پرته ژوند وکړي.
هغه ویلي، د خلکو د امنیت ټینګښت د ریاست مسوولیت دی او اړوند چارواکي باید د زرملین وضعیت ته جدي پام وکړي او د خلکو د خوندیتوب لپاره لازم اقدامات وکړي.
د نور علي همدرد په وینا، د سیمې د خلکو غوښتنه دا ده چې تلپاتې امن ټینګ شي، څو له خپلو مېنو وتلې کورنۍ بېرته خپلو کورونو ته ستنې شي او په سیمه کې عادي ژوند بېرته پیل شي.


ظفر وزير