بنو (شال نیوز) : د پاکستان د خیبر پښتونخوا په بنو کې پولیسو د دفعې ۱۴۴ د سرغړونې په تور د جمعیت علمای اسلام (ف) د ۲۶ نومول شویو مشرانو او له ۳۰۰ څخه د زیاتو پلویانو پر ضد مقدمه درج کړې ده. د پولیسو د لومړني راپور له مخې، مقدمه د ۲۰۲۶ کال د نومبر پر ۱۵مه د بنو د صدر تاڼې په حدودو کې درج شوې ده.

 

په مقدمه کې د پخواني صوبایي وزیر سید حامد شاه، د جمعیت علمای اسلام د بنو د ضلعي مشر قاري ګل عظیم، د بنو د پخواني ښاروال عرفان دراني، د پخواني تحصیل ناظم انجینر ملک احسان خان، د ګوند د عمومي منشي عبدالجلال شاه، ملک نعیم خان میتاخېل، قاري مستقیم شاه او پخواني عمومي منشي محمد نیاز خان په ګډون ۲۶ کسان نومول شوي دي.

 

د پولیسو په راپور کې ویل شوي چې د دفعې ۱۴۴ د سرغړونې په اړه د ترلاسه شویو معلوماتو پر بنسټ یې اقدام کړی او د پاکستان د جزا قانون ۱۸۸مه ماده یې هم پر نومول شویو کسانو لګولې ده. د راپور له مخې، د جمعیت علمای اسلام یادو مشرانو او پلویانو د اساسي قانون او ولسواکۍ د برلاسۍ لپاره د یوې غونډې په موخه لاریون کړی و.

 

بل لور ته، د جمعیت علمای اسلام یو شمېر مشرانو او فعالانو د خپل ګوند له مشر مولانا فضل الرحمن سره د یووالي او ملاتړ څرګندونه کړې او ویلي یې دي چې د هغه لپاره د سر قربانولو ته هم چمتو دي. پولیسو ویلي چې د پېښې په اړه یې نورې څېړنې پیل کړې او د مقدمه کې د نومول شویو کسانو پر وړاندې به قانوني اقدامات روان ساتي.