اسلام اباد (شال نیوز) : په پاکستان کې د طالبانو سفیر، سردار احمد شکېب ویلي، د بریتانیا د ځانګړي استازي، ریچارډ لېنډسي سره یې د افغانستان او بریتانیا پر اړیکو، د سیمې پر امنیتي وضعیت او د ګډو ننګونو د حل لپاره د ډیپلوماټیکو خبرو اترو پر دوام خبرې کړې دي.

 

د طالبانو سفیر د نوموړي له لیدنې وروسته پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي، د بریتانیا له ځانګړي استازي سره یې رغنده خبرې کړې دي. هغه زیاته کړې، په دې لیدنه کې د افغانستان او بریتانیا اړیکې، په سیمه کې د امنیتي وضعیت بدلونونه او د سیمه‌ییز ثبات د پیاوړتیا لپاره د دوامداره خبرو اترو او ډیپلوماټیکو اړیکو پر اهمیت بحث شوی دی.

 

د دې لیدنې په اړه نور جزئیات نه دي خپاره شوي او نه هم د دواړو لورو ترمنځ د مشخصو هوکړو یا پرېکړو یادونه شوې ده. دا لیدنه په داسې حال کې کېږي چې د طالبانو او پاکستان ترمنځ اړیکې له امنیتي ستونزو، سرحدي نښتو او د تحریک طالبان پاکستان (ټي‌ټي‌پي) د فعالیتونو په اړه د اختلافونو له امله ترینګلې شوې دي.

 

ریچارډ لېنډسي د افغانستان لپاره د بریتانیا ځانګړی استازی دی. نوموړي د نومبر په ۱۴مه د طالبانو د لومړي وزیر دفتر له مشر، ملا عبدالواسع سره هم انلاین خبرې کړې وې او ویلي یې وو، چې هېواد یې د کابل او اسلام‌اباد ترمنځ د اختلافونو د حل او د اړیکو د عادي کولو لپاره هڅې کوي.

 

همداراز، لېنډسي د نومبر په ۱۷مه د افغانستان لپاره د پاکستان له ځانګړي استازي، محمد صادق سره هم په اسلام‌اباد کې لیدلي او د افغانستان پر وضعیت او سیمه‌ییز ثبات یې خبرې کړې دي. بریتانیا هڅه کوي د ډیپلوماټیکو اړیکو له لارې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د روانو اختلافونو په کمولو کې رول ولوبوي؛ خو تر اوسه د دواړو لورو ترمنځ د ستونزو د حل لپاره کومه وروستۍ هوکړه نه ده اعلان شوې.