پېښور (شال نیوز) : د پاکستان تحریک انصاف (پي ټي ايي) درې غړي، تیمور سلیم جهګړا، کامران بنګش او عرفان سلیم، د پېښور های کورټ مخې ته له ضمانت ترلاسه کولو وروسته پولیسو نیولي دي.

 

د دې ګوند د پېښور عمومي منشي ارباب شېر علي په یو ویډیويي بیان کې ویلي چې پولیسو دغه درې کسان د نومبر پر ۱۷مه، هغه مهال ونیول چې پېښور های کورټ د راډیو پاکستان د قضیې په تړاو ورته ضمانت ورکړ.

 

د نوموړي په وینا، د پېښور های کورټ مشر قاضي دغو درې واړو ته د نومبر تر ۲۳مې پورې ضمانت ورکړی و، خو پولیسو د تهري ایم پي او قانون له مخې ونیول او له ځانه سره یې بوتلل. ارباب شېر علي د خپلو ګوندي غړو نیول غندلي دي.

 

په ټولنیزو رسنیو خپرو شویو ویډیوګانو کې لیدل کېږي چې د پېښور های کورټ مخې ته یو شمېر کسان، چې پولیس او وکیلان هم پکې دي، راټول دي او پولیس دغه درې کسان په یوه موټر کې له ځان سره وړي.