اسلام اباد (شال نیوز) : د پاکستان او ترکمنستان چارواکو د دواړو هېوادونو ترمنځ د سیاسي، اقتصادي او ډیپلوماټیکو همکاریو د پیاوړتیا په موخه د همکاریو څو هوکړې او سندونه لاسلیک کړي دي.
د پاکستان د لومړي وزیر مرستیال او د بهرنیو چارو وزیر، سناتور محمد اسحاق ډار او د ترکمنستان د وزیرانو شورا مرستیال او د بهرنیو چارو وزیر، رشید مردوف د پاکستان او ترکمنستان د ګډې بینالحکومتي کمېسیون د شپږمې غونډې په پای کې د دغې غونډې پروتوکول او له ۲۰۲۶ څخه تر ۲۰۳۰ کال پورې د دواړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزارتونو ترمنځ د همکاریو پروګرام لاسلیک کړ.
په همدې مراسمو کې دواړو وزیرانو د پاکستان د بینالولایتي همغږۍ وزارت او د ترکمنستان د کلتور وزارت ترمنځ د ګرځندوی په برخه کې د همکاریو یو یادښت هم تبادله کړ.
د پاکستان دولتي راډیو د راپور له مخې، د دواړو هېوادونو د ګډ کمېسیون په شپږمه غونډه کې د سوداګرۍ، پانګونې، انرژۍ، کرنې، ټرانسپورټ، مخابراتو، پوهنې، روغتیا، بانکدارۍ، ګرځندوی او کلتوري همکاریو پر پراختیا هم خبرې شوې دي.
د غونډې ګډونوالو د برېښنا په برخه کې د همکاریو، ټرانزیټي سوداګرۍ او سیمهییزې نښلونې پر فرصتونو هم بحث کړی دی. د ترکمنستان او پاکستان ترمنځ د همکاریو مهمې سیمهییزې پروژې د ټاپي ګاز نللیکه او د ټاپ برېښنا لېږد پروژه هم دي، چې د ترکمنستان له لارې د افغانستان په مسیر پاکستان ته د انرژۍ د لېږد په موخه طرحه شوې دي.
د دواړو هېوادونو چارواکو ټینګار کړی چې د لاسلیک شویو هوکړو د عملي کولو لپاره به د ګډو کاري ډلو او منظمې همغږۍ له لارې هڅې کوي.


شال نیوز