باجوړ (شال نیوز) : د خیبر پښتونخوا په باجوړ ضلعه کې د هغو موټرو د قانوني اسنادو او پېژندنې بهیر چټک شوی چې د این ډي پي په نوم ثبت دي. په ورته وخت کې د غیرقانوني او جعلي نمبر پلیټونو پر ضد هم د چارواکو اقدامات دوام لري.

 

د باجوړ د ایکسایز، ټکسېشن او د نشه‌يي توکو پر وړاندې د مبارزې ادارې ویلي، چې دغه اقدامات د خیبر پښتونخوا د حکومت په لارښوونه او د باجوړ د مرستیال کمېشنر عدنان فرید اپرېدي په سپارښتنه ترسره کېږي.

 

د یادې ادارې د معلوماتو له مخې، د ایکسایز ډلې د ضلعې په بېلابېلو سیمو کې د این ډي پي موټرو د پېژندنې او پروفایل جوړولو چارې پر مخ وړي.

 

چارواکي وایي، د دغو اقداماتو ترڅنګ خلکو ته د موټرو د قانوني ثبت، د حکومتي نمبر پلیټونو د ترلاسه کولو او پر خپلو موټرو د هغو د لګولو په اړه هم معلومات ورکول کېږي.

 

د ایکسایز ادارې په وینا، د غیرمجازو، غیرقانوني او سینګاري نمبر پلیټونو د مخنیوي لپاره ځانګړی سړکنیز کمپاین هم ترسره شوی، چې پر مهال یې د داسې نمبر پلیټونو د پېژندلو او لرې کولو لپاره اقدامات شوي دي.

 

چارواکي وایي، د موټرو د قانوني وضعیت د معلومولو، د غیرقانوني نمبر پلیټونو د کارونې د مخنیوي او د حکومتي قوانینو د پلي کېدو لپاره به دغه لړۍ په راتلونکي کې هم دوام ولري.